د فرست کلاس سیالۍ پیل شوې

خبریال: فضل رحیم  رحیمي

  • د هیواد په سطحه د شپږو زونونو ترمنځ د دوهم ځل لپاره فرسټ کلاس (څلورورځینۍ) سیالۍ پیل شوې.

د جمعې په ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالی کې د ننګرهار او امو لوبډلو ترمنځ د دې لوبو د پرانیستې مراسم ترسره شول.

 د کرکټ بورډ د غوراي کمیټي مشر او د ملي لوبډلې پخواني کپتان نوروز منګل د کورني کرکټ مسوول دولت احمدزي او یو شمېر نورو مسوولینو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو.

د کورني کرکت مشر دولت احمدزي وویل په دې لوبو کې به د ملي، الف او نولس کلنو لوبډلو ټول لوبغاړي ولوبیږي.

دولت احمدزي وویل، چې په دې سیالیو کې د لوبغاړو ته به د مالي امکاناتو ترڅنګ هغه لوبغاړي چې  په څلور ورځینېو لوبو کې ښه ځلیږي رسمي قراداد هم ورکړي.

نوموړی وایي، دا څلور ورځینۍ لوبې به د ننګرهار کونړ او خوست ولایتونو په لوبغالو کې تر دوو میاشتو  پورې روانې وي.

په ورته وخت کې د کرکټ ځوانو لوبغاړو د دغو سیالیو د پیلیدو په اړه خوښي وښوده ويې ویل چې دوی به هڅه وکړي چې ښه لوبه ترسره کړی.

لوبغاړي خوښ دي که چیرته په یادو سیالیو کې ښه وځلیږي، نو شونې ده چې مخته هم ولاړ شي.

د سپینغر زون دوه لوبغاړي اکرام علي خیل او طارق ستانکزی.

فرسټ کلاس د افغانستان کرکټ بورډ هغه سیالۍ دي چې د کرکټ له نړیوالې شورا سره هم په اې لیسټ درجه کې ثبت شوي دي.

دغه سیالۍ چې مخکې د پینځو زونونو(سپین غر، بندامیر، بوست، میس عینک او امو زونونو) ترمنځ ترسره شوي وې ځو دا ځل یې تازه د کابل زون په نوم بله لوبډله هم ملګرې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *