په جلال اباد کې د روژې جام کرکټ سیالۍ

د ننګرهار په ختیځ کرکټ اکاډیمي کې یوځل بیا رمضان سیالۍ د(۶۴) لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د ننګرهار ښار د شخصي کلپونو ترڅنګ د ولسوالېو لوبډلې هم ګډون کوي.

د ختېځ کرکت اکاډیمې مسوول عزیز خیوه وال وایي چې دغه (۸) اوريزې سیالۍ چې هره شپه دوه لوبې ترسره کیږي، د اختر تر شپې به دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه؛ د دی سیالېو څخه یې هدف د لوبغاړو فټنس، سوله او یووالی او ځوانانو ته د تفریح برابرول دي.

خیوه وال زیاته کړه چې دغه لوبې به هره شپه (۸:۳۰) پېل کیږي او څلور لوبډلې به په کې لوبې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې تېرکال د دې سیالیو اتلولي د پامير انیسټیټیوت لوبډلې خپله کړي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *