کندوز کې د سولې کرکټ سیالۍ تر سره شوې

حیات الله نظري – 

د کندوز په ابدان دښته کې د سولې په نامه د کرکټ سیالۍ تر سره شوې. دغه سیالۍ چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ ریاست او د شمال کرکټ زون ریاست لخوا جوړې شوې وې په کې د چهاردرې، خان اباد، امام صاحب او ارچي ولسوالیو ټیمونو برخه اخستې وه.

د سیالیو پایلوبه د ارچي او چهاردرې ترمنځ ل وشوه، چې په پایله کې لوبه د چهاردرې لوبډلې وګټله.

2د سیریز د غوره لوبغاړي جایزه د چهاردرې ولسوالۍ توپ وهونکي ندیم ځدراڼ ته د هغه د ښې توپ وهنې له امله ورکړل شوه.

د کندوز د والي مرستیال حشمت الله رحیمي عرضبیګي کرکټ او په ټوله کې ورزشي لوبې د سولې پیغام راوړونکې وګڼلې؛ خو زیاته یې کړه (دا چې دا سیالۍ هم د سولې په نامه نومول شوې وې، نو پیغام به یې هم په ډېرو خلکو مثبت اغېز وکړي)

دغه سیالۍ چې د سلګونو مینه والو لخوا په چچکو او شپیلکو بدرګه کېدلې د سولې په پیغام لرونکو بینرونو او ملي بیرغونو ښایسته شوې وې.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې د کندوز ډېرو نظامي او ملکي چارواکو ګډون کړی و او د داسې سیالیو جوړېدل یې په ځوانانو کې د ملي روحیې د تقویې لپاره ګټورې بلل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *