افغانستان به له ایم سي سي سره په لارډ میدان کې مخامخ شي
تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د لومړي ځل لپاره د سږ کال په جولای میاشت کې د بریتانیا په لارد میدان کې ولوبېږي.
د افغانستان ټیم به له مري لیبون کرکټ کلب سره په مسابقه کې مخامخ شي.
ایم سي سي (مری لیبون کرکټ کلب) د جمعې په ورځ تایید کړه چې د افغانستان له لوبډلې سره به پنځوس اوره مسابقه وکړي.
د ایم سي سي ريیس متیو فیلمینګ وویل «خوشاله شوم چې موږ راتلونکی دوبی په لارډ میدان کې افغانستان ته هرکلی وایو.»
ده همداراز وویل «ما د کرکټ لپاره د افغانانو استعداد او ورسره مینه په خپله ولیده او په جولای کې زموږ مسابقه به د افغانستان د کرکټ د ودې لپاره ښه وي.»
د نیوزیلنډ بریندن مک کلم به د جولای په یوولسمه د ایم سي سي کلب کیپتاني وکړي.
تر دې یوه ورځ وړاندې به له جنوبي افریقا سره د انګلنډ ټیستلوبه پای ته ورسېږي.