د افغانستان او آیرلنډ لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن له ایرلنډ سره په لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ کېږي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلنډ ټیمونه د دغه هیواد په ستورمونټ کې ۵ یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

دوهمه سیالي د جولای په ۱۲، درېمه سیالي د جولای ۱۴، څلورمه سیالي د جولای ۱۷ او پنځمه سیالي د جولای په ۱۹ کوي.

د پنځو واړو مسابقو د پیلېدو وخت د ایرلنډ د سهار ۱۰ بجې او ۴۵ دقیقې ښودل شوی دی.

وروسته به د جولای له ۱۹ د اګست تر لومړۍ پوري افغان ټیم له هالنډ سره په څلور ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *