په زابل کې چيلنج کپ سيالۍ د هلمند په بريا سره پاى ته ورسيدې

خبریال: انوري||

 په زابل ولايت کې دفعاله ځوان اوسيمه يز تجار اجمل پټان په مالي لکښت اودکرکټ امريت په رهبري دپنځو ولايتونو کندهار، هلمند، غزني، زابل او هرات کرکټ لوبډلو ترمنځ دچلينج کپ سياليو اتلولي هلمند ترلاسه کړه دوهم مقام غزني او دريېم مقام زابل ترلاسه کړ.

دغه ټورنمينټ چي د اختر د څلورمي ورځې راپه دې خوا پيل شوى و نن يې هلمند اتلولي وګټله.

وروسته په هغو جوړيو شويو مراسمو کې چي د زابل والي بسم الله افغانمل، د ولايتي شورا ريس عطاجان حق بيان، د کرکټ امر محبوب محبت، مدني فعالانو، کرکټرانو او زرګونو مينوالو د فعال ځوان اجمل پټان څخه مننه وکړه چي د ټورنمينټ مالي لګښت يې پر غاړه اخيستى وو او په دې وروستيو وختونو کې یې د زابلي ځوانانو لپاره د ورزش په ډګر کې د ښاغلي پټان هڅي په ستاينليکو خوشحاليو اوچکچکو وستايلي.

د زابل ولايت د کرکټ امر محبوب محبت نه ستړي کيدونکې هلي ځلي وستايلي او په چلينج کپ سياليو کې د ګډون لپاره له راغليو کرکټ لوبډلو څخه مننه وکړه او هلمند لوبډلي ته يې ديادو سياليو د اتلولى مبارکې ورکړه.

يادو سياليو چي څلور ورځي یې دوام وکړ او هره ورځ يې د دوو د دوو سياليو د ننداري دپاره زرګونه مينوال راتلل ټولو د سياليو له جوړيدو څخه خوښى ښودلي او له اجمل پټان څخه يې ډيره مننه وکړه او هيله يې وښوده چي نور تجاران، مشران او مسٶلين هم په ورزش او نورو برخو کې د زابلي ځوانانو لپاره کار وکړي.

په پایلوبه کې د هلمند او غزني لوبډلي سره مخامخ شوې هلمند د ټاس په ګټلو سره غزني ته د توپ وهنې بلنه ورکړه اوغزني ورته په ټاکل شوي اتلس اورونو کې 105 منډې هدف ورکړ او په دوهمه برخه کې هلمند وکولاى شول چي ياد هدف ته ځان ورسوي او چلينج کپ سيالى پخپلي بريا سره پاى ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *