راپور: احمد مسعود.

د هلمند د ورزش آمريت د سرتيرو په وياړ د سلو څخه زياتو لوبغاړو په ګډون په پنځلس ګروپونو کي د ځغاستي سيالۍ ترسره کړې.

په يادو پنځلس ګروپونو کي هر ګروپ شپږ لوبغاړي لرله.
ځوانان او ماشومانو په بيل بيل ګروپونو کي وه,چي د نظم او امپايرۍ دنده يې عبدالقيوم څپاند په غاړه وه.

د دې سياليو اول مقام شیراحمد،دوهم مقام فضل الحق او دريم مقام پکښي عبدالجليل خپل کړ چی لومړي مقام لوبغاړي ته يو بايسکل دوهم مقام ګټونکي ته يو مبايل او دريم مقام ته يوه جوړه ورزشي بوټ ورکړل سوه.

د ماشومانو څخه فيروز اول او پيمان دوهم مقام ترلاسه کړي چي اول مقام ګټونکې ته کپ او دوهم مقام ګټونکې ته يو مډال د ورزش امريت لخوا ورکړل سو.

د سرتيرو په وياړ دځغاستي په ياده سيالۍ کي چي د سل متره په اوږدوالي ترسره سوه پکښي کي د سلو څخه زياتو ځوانانو ګډون کړي وه

ددې سيالي د ليدو لپاره د هلمند مرستيال والي مجاهد الله صفاري,د لومړي امنيتي حوزي آمر عبدالباقي بارز او يو شمير نورو امنتي چارواکي هم راغلي وه.

د هلمند ورزش امريت دهلمند ولايت مقام مرستيال والي مجاهد الله صفاري،امنتي ځواکونه او ورزشي خبريالان په ستاينليکونو سره وستایل.

دې ته ورته د ځغاستي سيالۍ د ورزش آمريت لخوا څه موده مخکي هم ترسره سوې چي محمد خان يي اول مقام وګټی.