کرکټ بورډ: دا ځل به د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سيالۍ په ښه کيفيت ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي: دا ځل به د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو سيالیو لومړی پړاو چې د اپريل په ۴مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به دوام ومومي، په ترڅ کې به یې په یاده موده کې ۱۵ لوبې ترسره شي چې هره لوبډله به ۵ لوبې ترسره کوي چې دغه لوبې به دا ځل په ډېر معیاري او ښه کیفيت سره ترسره شي او دویم پړاو لوبې به یې د روان کال په اکټوبر میاشت کې پر لاره واچول شي.

په دې سياليو کې شپږ لوبډلې ونډه لري چې امو زون، بند امیر زون، مس عینک زون، سپين غر زون او بوست زون دي او همدا راز چې له دې وړاندې د کابل زون لوبډله ليرې شوې وه، خو اوس به د کابل په نوم شپږمه لوبډله هم په دې سياليو کې برخه واخلي.

دا سيالۍ په درې ولایتونو کې ترسره کېږي چې د کابل (ايوبي کرکټ لوبغالی)، ننګرهار او کونړ لوبغالي پکې شامل دي.

د کورني کرکټ د مسوولینو په وينا، دا چې افغانستان د فرسټ کلاس سياليو دریځ ترلاسه کړی دی نو دا ځل د احمد شاه ابدالي څلور ورځنۍ فرسټ کلاس سیالۍ په ښه کیفيت ترسره کوي چې هره لوبډله به لیژن افیسر، منېجر، هېډ کوچ، فیلډینګ کوچ، بیټنګ کوچ، فیزیو او ټرېنر هم ولري او همدا راز د ویډيو انالیسټ به په هره لوبه کې موجود وي.

دا ځل په دې سياليو کې د معیار او کیفیت ښه والي ترڅنګ ځينې نور بدلونونه هم راوستل شوي چې د هغې له مخې په یوه ورځ کې هر توپ اچوونکی تر ۲۰ ډېر اورونه نه شي ترسره کولای. سربېره پر دې هره لوبډله مکلفه ده، څو پنځه توپ اچوونکي له ځان سره ولري، دغه راز کولی شي څلور توپ اچوونکي او یو الراونډر غوره کړي چې همدارنګه باید هره لوبډله ۲۵ غړي ولري.

د مسوولينو په وينا، په دې سياليو کې به د ملي لوبډلې د لوبغاړو په ګډون، د اې لوبډلې، نولس کلونو لوبډلې او ميروېس نیکه سياليو ځلېدونکي لوبغاړي هم لوبه ترسره کړي.

د احمد شاه ابدالي څلور ورځنيو فرسټ کلاس سياليو لومړي پړاو کې به افغانستان ډېر نوي لوبغاړي پېدا کړي چې کمپونو ته به ځي، د دې لوبو ګټه دا ده چې نولس کلونو، اې لوبډلې او ملي لوبډلې ته به نوی ټېلنټ او استعدادونه پيدا شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تېر کال د فرسټ کلاس سیالیو دریځ ترلاسه کړی او سږکال به د احمد شاه ابدالي څلور ورځنيو فرسټ کلاس سیالیو دريم پړاو ترسره کېږي، د تېرو دواړو ټورمنټونو اتلولي بند امیر زون خپله کړې وه.