مجیب ځدران د لومړي ځل لپاره له لوبې کښېنول شو

رحمت الله وحدت
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو ځوان اف سپېنر (ورو توپویشتونکی) مجیب ځدران ته د هند په روان ۱۲م پړاو غوره لیګ یا (ای پي ایل) سیالیو کې دلومړي ځل لپاره لوبې کښېنول شو.

د دې غوره لیګ په وروستۍ ترسره شوې سیالۍ کې کینګز ایلیون پنجاب لوبډله د کلکتې میلمنه ده چې د پچې ګټلو وروسته لومړی توپ اچونه کوي.
مجیب ځدران چې لومړۍ لوبه کې یی ۲ مهمی ویکټې ترلاسه کړې وې، په بېګانۍ سیالۍ کې یی د نه لوبیدو لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.

د هندوستان (ای پي ایل) سیالۍ د نړۍ له بل هر یو تجارتي لیګونو څخه له جوش او تماشو ډکۍ سیالۍ دي چې هر کال په لوی هند کې کیږي او د نړۍ بېلابېلو لوبډلو څخه پیاوړي لوبغاړي په ډېر لوړ قیمت پیري.