د هند آی پي ایل کې کلکته او پنجاب، او په اماراتو کې بیا اسټرالیا پاکستان ته دام ایښی

عبدالولي عمري

د هند په غوره لیګ کې پنجاب او کلکته سره مخ کیږي، دا لوبډلې د جدول په شپږمه لوبه کې یو د بل پر وړاندي لوبیږي.
ددې مخکښه لوبډلو څخه پنجاب راجستان ته په خپله لمړۍ لوبه کې په ۱۴ منډو ماته ورکړې وه، او کلکتې بیا په خپله لمړۍ لوبه کې سنرایزر حیدرباد ته په ۶ ویکټو ماته ورکړې وه، دا ځل دواړه ګټونکې لوبډلې سره لوبیږي، ګورو چي کومه لوبډله بریاته لاس ورکوي.
دا لوبه نن ماسخوتن مهال ۷:۰۰ بجې پیلیږي.

له هنده ور هاخوا پاکستان ته اسټرالیا دام ایښی، اسټرالیا د پاکستان سره په دریمه یورځنۍ لوبه کې پر ۳:۳۰ بجې مخ کیږي، تر دې وړاندي دواړه لوبې اسټرالیا په ۸ ویکټو ګټلي وې.

د پاکستان څخه د سیریز ګټلو لپاره اسټرالیا او پاکستان پر هغه لوبغالي سره مخ کیږي چي، د نړۍ په بهترینو لوبغالو کې ځانګړی نوم لري.
دا لوبغالی د اماراتو په ابوظبۍ ښار کې موقیعت لري، او د شیخ ذاهد کریکټ لوبغالی په نوم مشهور دی.
یاد لوبغالی په ۲۰۰۴ کال کې د ۲۲ میلینو په ارزښت د لوبو لپاره چمتو سوی وو چي اوسنی واک یې د پاکستان په لاس کې دی، هره لوبډله چي په یاد لوبغالي کې لوبه کوي دا پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي.

شیخ ذاهد لوبغالي د ۲۰۰۰۰ زره کسانو د ناستي ظرفیت لري، چي د ښار څخه بیا تر لوبغالي پوري ۳۰ دقیقې مزل کوونکی د لوبي ننداره له نږدې کولائ سي.
د یادونې ده چې دې لوبغالي کې د لمړي ځل لپاره سکاټلینډ او کینیا د انټرکانټینینټل کپ لوبه کې سره مخ سوه.