محمد اسماعیل ملکزی
ټاکل شوې چې نن د استرالیا او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمېنځ د کرکټ پنځوس اوریزو سیالېو سیریز پېل شي. داسټرالیا په لوبډله کې تکړه لوبغاړي سټیوب سمیټ او ډیویډ وارنر په لوبډله کي د لوبېدا په موخه نه دي اخیستل سوی
ډيویډ وارنر او سمیټ باندې یوکال وړاندی د بال د توږلو په تور داسټرالیا کرکټ بورډ له خوا یو کلن بنډیز لګیدلی وو
چې د بندېز موده دروانې میاشتي پر ۲۹مه نېټه پای ته رسیږي.
خو دا لا نه ده معلومه چې ډیویډ وارنر او سمیټ ته داسټرالیا او پاکستان ترمنځ دروان سیریز په څلورمه او پنځمه پنځوس اوریزه لوبه کي د لوبیدو چانس به ورکول شي او که نه؟
هېره دې نه وي چې اسټرالیا او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له ډېرو پياوړو او له هغو لسو لوبډلو شمېرل کیږي چې په نړیوال جام کې لوبیدي لي او پاکستان یو ځل د یو ورځنېو کرکټ سیالیو نړیوال جام او اسټرالیا بیا بیا دا جام په خپل نوم کړی دی.