جنوبي افریقا او هند د ۳ شل اوریزو لوبو سیریز 1-1 مساوي کړ، نور هم شته

محمود خان منندوی

تېره شپه د افغانستان د 16 کلنو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د اتلولۍ د غوراوي پړاو په درېیمه لوبه کې د ایران څخه 4-0 ماته وخوړه.

افغانستان لومړۍ لوبه د فلسطین سره 2-2 مساوي کړې وه او دوهمه لوبه یي بیا د مالدیف څخه 3-0 ګټلې وه.

افغانستان په وروستۍ ماتې سره د مخته تګ چانس له لاسه ورکړی دی.

ریال ماډریډ په لالیګا کې سویا ته په 1-0 ماتې ورکولو سره درې مهمي نمرې ترلاسه کړې!

د ریال ماډریډ ګول کریم بنزما ولګاوه.

د لالیګا روان فصل کې دا د سویا لومړۍ ماته ده.

تېره شپه د هسپانیا د باسکیټبال په سوپر کپ کې ریال ماډریډ 89 پر 79 بارسلونا ته ماته ورکړه او جام یي وګاته.

تېره شپه د فرانسې په لومړي لیګ کې پاریس سېنټ جرمن 1-0 و لیون ته ماته ورکړه.
ګول نیمار ولګاوه.

راموس د ریال ماډریډ سره 400 بریاوې پوره کړې او کاسمیرو بیا 200 لوبې د ریال ماډریډ لپاره پوره کړې.

بوکایو ساکا د ارسنال د تاریخ درېبم ځوان لوبغاړی شو، چې د دې کلب لپاره د انګلستان د غوره لیګ په یوه لوبه کې په رسمي ترکیب کي واخیستل شو.