د ۲۰۱۹م کال د پېل څخه غوره ګول وهونکي لوبغاړي، ډېر نور هم شته

محمود خان منندوی

د 2019م کال د پیل څخه هغه غوره ګول وهونکي لوبغاړي چې د اروپا په 5 معتبره لیګونو کې یي ډېر ګولونه لګولي دي:

په 2019م کال کې د اروپا په 5 معتبره لیګونو کي هیڅ لوبغاړي د کریم بنزما په اندازه د سر پواسطه ګولونه نه دي لګولي. (9 ګولونه)

لیونل میسي (21)
کیلیان امباپي (21)
لیوانډوفسکي (21)
سرجیو اګویرو (20)
کریم بنزما (20)

د انګلستان په غوره لیګ کې د روزونکو په حیث د بریاوو تعداد: کلوپ په 150 لوبو کې 92 لوبې ګټلي دي، چې تر مورینیو وروسته دوهم مقام کې دی.

دوې جالبي نقطې: کورټوا تر 15 لوبو وروسته د ریال ماډریډ لپاره کلین شیټ وکړ. اخیري کلین شیټ یي د 2019م کال په پیل کې و.

د تېري شپې په لوبه کې د سویا لوبغاړو یو شوټ هم د کورټوا د ګول پر دروازه ونه واهه.

د انګلستان د لیګونو د لومړۍ سطحي په تاریخ کې یوازې دوو روزونکو د 15+ پرلپسې لوبو ریکارډ جوړ کړی دی: ګوارډیولا (18 پرلپسي بریاوې ) | کلوپ ( 15 پرلپسې بریاوې)

د انګلستان د غوره لیګ د تېر فصل د پیل څخه بیا تر اوسه، لیورپول د ازادو ضربو پواسطه 34 ګولونه لګولي دي او له دې اړخه د ټولو لوبډلو څخه مخته دی.

لیورپول د انګلستان د تاریخ د لومړۍ سطحې لومړۍ لوبډله شوه، چې د دوو پرلپسې فصلونو په 6 لومړیو لوبو کې یي 6 بریاوې ترلاسه کړي دي.

مانویل پیلیګریني د انګلستان د غوره لیګ لومړی روزونکی شو، چې د منچسټر یونایټیډ څلورو مختلفو روزونکو ته یي ماته ورکړې ده. ( مویس، فن خال، مورینیو او سولشر)