د ایټالیا سوپر کپ غوره ګول وهونکي څوک دي؟

محمود خان منندوی

د ایټالیا د سوپر کپ غوره ګول وهوونکې په دې ډول دي.

 ډیبالا 4 ( 4 سره ګولونه یي پر لاټزیو لګولي دي)

 ډيل پیرو 3 | شوچنکو 3 | ټیویز 3 | اټوئو 3

ریال ماډریډ په 2019 کال کې:

 54 لوبې | 29 بریاوې | 13 مساوي | 12 ماتې

 100 لګول شوي او 60 خوړلي ګولونه

بیلډ: بایر لورکوزن اعلان کړه، چې د هاورټز د خرڅولو لپاره 110 میلیونه یورو غواړي. بایرن میونیک، ریال ماډریډ، بارسلونا او لیورپول د دې لوبغاړي د رانیولو سره علاقه لري.

 د پنځم کال له پرلپسې پاریس سېنټ جرمن د کال اخیري لوبه او تر کریسمیس مخکې لوبه خپل خیریه بنیاد او هغه کوچنیانو ته ډالۍ کړه، چې د دې کلب څخه ملاتړ کوي. په دې پروګرام کې امباپي د بابانوئل په لباس سره کوچنیان حیران کړل.

د والنسیا پر وړاندې 19 شوټان، د بارسلونا پر وړاندې 17 شوټان د اټلاټیکو بیلباوو پر وړاندې 20 شوټان او د دې ټولو حاصل یو ګول!

ریال ماډریډ د لالیګا په 90 کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په نیمایی فصل کې څلورو لوبې په 0-0 پایلي سره ختمې کړي دي:

 اټلاټیکو ماډریډ | ریال بیټیس | بارسلونا | اټلاټیک بیلباوو

د انګلستان څخه د سن ورځپاڼي خبر ورکړی، چې چیلسي د ایسکو د رانیولو لپاره کار شروع کړی او غواړي په 44 میلیونه پونډه یي را ونیسي.

راموس د پرون لوبه کې ژیړ کارډ واخیست او لالیګا کې یي راتلونکې لوبه د خټافي پر وړاندې له لاسه ورکړه.

ریال ماډریډ د 1987/88 فصل راهیسي په لومړي ځل د لالیګا په 18 اوونیو کې لږ ګولونه خوړلي دي. ( 12 ګولونه)

جیسي لینګارډ اوسمهال په غوره لیګ 25 ساعته پوره کړل، چې په یوه ګول کې هیڅ مستقیم تاثیر نه لري.