د پاکستان کریکټ بورډ مشر د پاکستان امن له هند غوره بولي، نور هم شته

زمان ظاهر

د پاکستاني کریکټ بورډ مشر احسان ماني: اوس وخت کې له هندوستان څخه د پاکستان امنیتي وضعیت ښه دی. نوموړي دا خبرې تېره ورځ رسنېو سره په خپلو خبرو کې وکړې.

پاکستان او هند په سیاست او کرکټ کې له تضاد ډکه سیالي کوي چې ډېری سیالۍ یې هند کرکټ ملي لوبډلې ګټلي دي.

 هندي لوبغاړي روهیت شرما په ۲۰۱۹ کال کې په نړیوال کرکټ کې تر ټولو لوبغاړو زیاتي ۷۸ شپږیزې وهلي. په تیرو دوه کلونو کې هم د ډیرو شپږیزو لمړي مقام له نوهمده سره و. روهیت شرما د هند لوبډلې پیاوړی کرکټر دی او تر ډېره په خپله ویکټه سټی کولی شي.

افغان تکړه لوبغاړي ظاهر خان په شل اوریزه سیالیو کې ۵۰ ویکټې پوره کړې. ظاهر خان د افغانستان پیاوړی توپ ویشتونکی دی چې په کور دننه او بهر په بېلابېلو لیګونو کې لوبیږي.

 افغان تکړه لوبغاړي کریم جنت په پرسټ کلاس سیالیو کې ۵۰ ویکټې پوره کړې. کریم جنت وخت ناوخته د پام وړ توپوهنه کولی شي.

 افغان تکړه لوبغاړي فرید ملک هم په پرسټ کلاس سیالیو کې ۵۰ ویکټې پوره کړې. فرید ملک د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی چټک توپ ویشتونکی دی چې وخت نا وخت په ملي لوبډله کې لوبیږي.

 اسټرالیایي تکړه لوبغاړي کریس لاین په بیگ باش سیالیو کې ۲۰۰۰ منډې پوره کړې.