دا ځل د هند غوره لیګ بولي د هند په کلکته کې ترسره کیږي

عزیز الله عزیزي

د هندوستان کريکټ بورډ په لومړي ځل  پریکړه وکړه  چې دا ځلې د ای پي ايل سيالیو لپاره د لوبغاړي نيلامي يا پېر پړاو به د هند په کلکتې ښار کې ترسره شي. له دې وړاندې به د ای پي پي ايل سيالیو د نيلامۍ پړاو د هند په بنګلور ښار کې ترسره کيده. ويل کيږي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ايل سياليو لپاره به دا پړاو وروستی وي او بیا به د لوبغاړو اخيستوونکي لوبډلې د خپلو سکواډونو د تازه کولو لپاره په ۲۰۲۱ کال کې تيارۍ نيسي.

د ای پي ايل پېر ستر پړاو تير ۲۰۱۸ کال جنورۍ مياشت کې ترسره شوی و،او هرې لوبډلې وکولای شول چې لږ تر لږه پنځه لوبغاړي له ځان سره وساتي او له هغې وروسته خپله لوبډله جوړه کړي. ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ايل سيالیو لپاره د لوبغاړو اخیستو يا نيلامۍ پړاو به د راتلوونکي دسمبر مياشتې په نوولسمه نېټه په کلکتې ښار کې ترسره شي.او د لوبغاړو سره د سودا کولو ور هم پرانيستل شوی او د نومبر میاشتې په څوارلسمه نېټه به وتړل شي.

دا ځلې د ټولو اتو لوبډلو لپاره د تیر ۲۰۱۹ کال ای پي ايل سيالیو په پرتله درې کروړه په بوديجه کې زیاتوالی هم راغلی دی.

په ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سيالیو کې د ټولو لوبډلو لپاره ۸۲ کروړه هندۍ کلدارې بوديجه ځانګړي شوي وه. او دا ځلې د ټولو لوبډلو لپاره مجموعي ۸۵ کروړه هندۍ کلدارې چې څه ناڅه ۱۲ ميلیونه امريکايي ډالره کيږي ځانګړي شوي دي،چې خپلې لوبډلې پرې جوړې کړي.

د کريک انفو سايټ د معلوماتو له مخې تر ټولو زیاتې پيسې پکې ډهلي کپيټلز لوبډله لري چې (۸،۲ کروړه) هندۍ کلدارې دي. ورپسې راجستان لوبډله ده چې (۷،۱۵ کروړه)، کلکته نايټ رايډرز (۶،۰۵ کروړه)، سن ریزرس حیدرآباد (۵،۰۳ کروړه)، کینکز الیون پنجاب (۳،۷ کروړه)، چنای سوپر کینکز(۳،۲ کروړه)، اتله لوبډله ممبۍ انډيانز (۳،۰۳ کروړه)، او رویل چيلينجرز بنګلور (۱،۸ کروړه) هندۍ کلدارې لري. هيره دې نه وي چې په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال ای پي ايل سيالیو کې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمدنبي عيسخېل د سن رایزرس حيدرآباد لوبډلې لخوا په ۴ کروړه او ۳۰ لکه هندۍ کلدراې واخیستل شول. او په ۲۰۱۸ کال کې مجيب ځدراڼ د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لخوا واخیستل شو او همداشان کیڼ لاسی چینامېن ورو توپ اچوونکی ظاهرخان بیا د راجستان لوبډلې لخوا واخیستل شو، خو نوموړی د ټپونو له کبله د يادو سيالیو بهر شوی و.

تمه کیږي چې دا ځلې په ۲۰۲۰ کال ای پي ايل سيالیو کې به هم افغان لوبغاړي ولوبيږي.