د شپږیزې غوره لیګ پایلوبه نن ترسره کیږي

د افغانستان د شپږیزې غوره لیګ سیالۍ نن تر پایلوبې راورسېدې ټاکل شوې ده چې د دې لیګ پایلوبه به د تل په څېر یو ځل بیا د راشد خان په لوبډلمشرۍ د بند امیر او د محمد نبي په مشرۍ د مس عینک اتلانو ترمنځ نن یوولس نیمې بجې په کابل نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

پرون د شپږیزې غوره لیګ په دوهمه نیمه پایلوبه کې د کابل بازانو لوبډلې د اصغر افغان په مشرۍ له بند امیر لوبډلې څخه د ۳ منډو په توپیر ماتې ومنله. یاده سیالي په شپږیزه لیګ کې تر ټولو جالبه وبلل شوه په دې نیمه پایلوبه کې دواړو لوبډلو په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړه چې د کابل په لوبغالي د لومړي ځل لپاره تر ټولو ستر هدف وټاکل شو او ورپسې هم نږدې وو چې ټاکل شوی هدف پوره شوی وو. د دې برخلیک ټاکوونکي لوبې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دوی هم په ټاکلو شلو اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره کابل بازانو لوبډلې ته د ټورنمنټ ستر هدف ۲۴۵ منډې وټاکه چې په وروستي اور کې ترې دفاع وکړه.

د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې عمران جنت ۱۱۵ ناسوځېدلې او جاوېد احمدي ۷۷ منډې وکړې. همدا راز عمران جنت د شپږيزې لیګ د تاریخ څلورم او د روان شپږيزه ليګ دريم توپوهونکی شو چې سليزه يې ووهله. د کابل بازانو لپاره په توپ اچونه کې یوازې يوسف ځاځي او کريم جنت یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ. د ۲۲۶ منډو د ستر هدف په تعقيب کې د کابل بازانو هم په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړه، داسې معلومېدل چې کابل بازان به یاد هدف ژر پوره کړي، خو په وروستي اور کې یې سیالي د دریو منډو په توپیر بایلوده.

د کابل بازانو لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ځوان لوبغاړي یونس احمدزي ۵۳، کریم جنت ۵۱ سميع الله شينواري ۴۰ منډې او لوبډلمشر اصغر افغان ۳۴ منډې وکړې خو لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله. د بند امير ښامارانو لپاره په توپ اچونه کې نجات مسعود درې ، باطن شاه دوه او فريد احمد یو لوبغاړی له مخې پورته کړ. د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه عمران جنت ترلاسه کړه نوموړي ټوټل ۱۱۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په شپږیزه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې لوبېدلې چې له ډلې یوازې دوه لوبډلې مس عینک او بند امیر لوبډلې پایلوبې ته ووتلې. او همدا راز دوه لوبډلې بوست ساتونکي او امو نهنګان د لیګ په لومړي پړاو کې له مخکې تګ پاتې شوې او کور ته رخصت شوې، ورسره دوه نورې لوبډلې سپین غر بازان په پلی اف لوبه کې او کابل بازان په نیمه پایلوبه کې بهر شوې.

د یادولو ده چې تېر کال هم د بند امیر ښاماران او مس عینک اتلان پایلوبې ته وتلي وو چې بند امیر پکې اتلولي ترلاسه کړې وه.