څلور لوبډلې د شپږیزې نیمه پایلوبې ته ووتې

خبریال: فضل رحیم رحیمي- په شپږیزه سیالیو کی بند امیر، کابل بازان، بست ساتونکي او مس عینک لوبډلې نیمه  پایلوبې ته بریالۍ شوې.

سپینغرلوبډلې پرون له بند امیر لوبډلې څخه له ماتې خوړولو ورورسته له روانې سپږیزې سره خدای پامانی وکړه.

شپږیزه لیګ سیالیو په لومړي پړاو کې د شپږ لوبډلو ترمنځ به ټولې( ۱۵) لوبې ترسره شي چې وروستۍ هغه به نن دوشنبه د کابل بازانو او بند امیر لوبډلو ترمنځ وشي.

د سپینغر ترڅنګ امو نهنګان لوبډله هم له شپږیزه لیګ سیالیو څخه ووتله.

په دویم پړاو کې به کابل بازان، مس عینک، بست ساتونکي، بند امیر لوبډلې پخپلو کې لوبه وکړي. د دوی له منځه به دوه ټیمونه پایلوبې ته ووځي.

د دې سیالیو پایلوبه به د سپټمبرپه (۲۲) نیټه د جعمې په ورځ د کابل په الکوزي لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې وړه ده چې کابل بازانو لوبډله به د اتلولۍ له مقامه دفاع کوي. دې لوبډلې د ۲۰۱۶ کال په شپږیزه کې اتلولي ګټلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *