د اسیا سالوني سیالۍ او د افغانستان ونډه

تاند-  د اسیا د پنځم پړاو سالوني اتلولۍ د یکشنبې په ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې پیل شوې.

د افغانستان د جوجیتسو لوبغاړي حسین بخش صفري په ۶۱ کیلو وزن کې لومړی د ترکمنستان لوبغاړی مات کړ، ورپسې یې خپل قرغزي سیال ته هم ماتې ورکړه.

درېمه سیالي یې له ترکمن لوبغاړي داوود نورییف سره وه چې په ښه توګه یې دا لوبغاړی هم له مخې لېرې کړ او په دغو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره لومړنی د سرو زرو مډال پر غاړه کړ.

د ښاغلي صفري دغه سیالۍ د کانتک په بڼه وې. او د نی وازا بڼې بلې سیالۍ لپاره تیاري نیسي.

د افغانستان لپاره دویم مډال احمد جاوید امیري په دودیزې غېږ نیونې کې ترلاسه کړ.

ښاغلي امیري خپل ترکمن او ازبک سیالان مات کړل خو کله چې د سرو زرو مډال ترلاسه کولو لپاره ډګر ته ښکته شو، نو سیال یې پرې برلاسی شو او ښاغلي امیري د سپینو زرو په مډال بسنه وکړه.

دغه راز د افغانستان د فوتسال لوبډلې چین ته یو پر ۶ ماتې ورکړه.

د افغانستان ولسمشر ویلي چې په دې سیالیو کې میډال ګټونکو افغان لوبغاړو ته له ۲ لکه تر ۷ لکه افغانیو پورې جایزه ورکوي.

د آسیا سالون دننه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي چې د آسیا او اوقیانوسیه ۶۲ هېوادونو لوبغاړو ګډون پکې کړی دی.

ویدیو؛ له سایر ځلاند څخه په مننې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *