بند امیر په ۵ ویکټونو کابل بازانو ته ماتې ورکړه

تاند- د شپږیزې لیګ د سیالیو له دوام څخه د دوو لوبډلو له وتلو وروسته د دوشنبې په ورځ کابل بازارن او بند امیر لوبډلې مخامخ شوې.

دا سیالي بند امیر په ۵ ویکټونو او ۱۱ توپونو وګټله.

کابل بازانو د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۱۳۳ منډې وکړې خو بند امیر په اتلسم اوور کې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ځان هدف ته ورساوه.د چهارشنبې په ورځ به بند امیر او مس عینک لوبډلې مخامخ شي او ګټونکی به یې په مستقیم ډول بایلوبې ته بریالی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *