فوټبال|| جرمني د افغان لوبغاړي په برکت د اروپا د ځوانانو اتل شو

تاند- د جرمني د ځوانانو د فوټبال ټیم، چې یو افغان یې هم په لوبغاړو کې شامل دی، د اروپا د ځوانانو د جام اتلولي وګټله.

د جرمني د ځوانانو په لوبډله کې افغان لوبغاړی ندیم امیري لوبېده چې ښې لوبې یې د ډېرو نندارچیانو پام ځان ته اړولی دی.

امیري
امیري

د امیري مور و پلار افغانان دي خو د ۱۹۹۶ م کال د اکتوبر په ۲۷ مه د جرمني په لودویکسهافن کې زېږېدلی دی.

امیري د جرمني په والدهوف مانهایم لوبډله کې ښه ځلېدلی خو اوس په هوفنهایم کلب کې لوبېږي.

دا ټیم د جرمني په غوره لیګ یا بوندسلیګا کې شامله او مطرح لوبډله ده.

د امیري د تره زوی زبیر امیري د افغانستان د ملي لوبډلې غړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *