ندیم امیري افغان الاصله لوبغاړی، خو د جرمني په ګټه لوبیږي

محمود خان منندوی

نن سبا د اروپا په فوټبال کې تر ټولو حیرانوونکی خبر د یوه افغان لوبغاړي دی، چې تازه د جرمني ملي لوبډلې ته دعوت شوی دی. ندیم امیري اوسمهال د جرمني د بایر لورکوزن کلب لپاره لوبیږي او تازه د جرمني د لوبډلې سره یو ځای شو، چې دا د ده لپاره یو ریکارډ شو. امیري پرون د جرمني سره تمرینات پیل کړل.

ندیم امیري چې په جرمني کې د افغان مور او پلار څخه زېږېدلی دی، د جرمني د ملي لوبډلې د روزونکي یواخیم لوو له خوا د جرمني ملي لوبډلې ته بلل شوی دی، تر څو په راتلونکو دوو لوبو کې د ارجنټاین او ایسټونیا پر وړاندې و ازمویل شي. په دې کې جالبه نقطه دا ده، چې ندیم امیري بل ورور د نوید امیري په نوم هم لري، چي هغه هم د جرمني د کښته شویو په لوبډلو کې لوبیږي. خو ندیم امیري د دې لپاره چې په یوه ستوري بدل شي، د هافینهایم کلب د اکاډمۍ غړیتوب یي واخیست او اوس به د نړۍ د افتخار لرونکو لوبډلو څخه د یوې لوبډلۍ لباس په تن کړي.

د جرمني د لایپیزیګ کلب اوسني روزونکي ناګلزمن په 2013/14 فصل کې ندیم امیري د خپلې لوبډلې د مرکزي کرښي د حملې په برخه کي واخیست او په هغه کال کې د هافنهایم د 19 کلنو د لوبډلې سره د اروپا اتلان شول، چې دغه څه د دې سبب شول تر څو ندیم امیري د هافینهام اصلي لوبډلې ته لاره پیدا کړي. دغه مرکزي لوبغاړي د 2014م کال څخه تر 2019م کال پورې 127 لوبې په بونډسلیګا او اروپایي لوبو کې د هافینهایم لپاره وکړې، چې 15 ګولونه یي هم پکې ولګول. ندیم امیري د هافینهایم لپاره خپل لومړی ګول پر بروسیا ډورټمنډ ولګاوه، چې هغه لوبه 3-3 مساوي شوه. همدارنګه امیري په اروپایي لوبو کې خپل لومړی ګول پر باشاکشهیر ولګاوه. دغه لوبغاړی د 2019م کال په جولای میاشت کې د بایر لورکوزن سره یو ځای شو، چې په دې سره یي په بونډسلیګا کي هم فعالیت ډېر شو. ندیم امیري چې د حمله کوونکي مرکزي لوبغاړي په توګه لوبیږي، تر اوسه یي د بایر لورکوزن لپاره درې لوبې کړي دي، چې ګول یي نه دی لګولی.

جالبه نقطه دا ده، چې ندیم امیري د جرمني د ټولو کښته درجو لوبډلو لپاره لوبیدلی دی. هغه د جرمني د 18 کلنو او 21 کلنو لوبډلو سره ښه ویاړونه هم ترلاسه کړي دي. دغه 22 کلن لوبغاړي څو میاشتې مخکې د جرمني د ملي لوبډلې سره د اروپا د ملتونو د 21 کلنو لوبډلو په جام کي تر پایلوبې پوري ځان ورساوه، خو هلته یي د هسپانیا څخه 2-1 ماته وخوړه او دوهم مقام یي ترلاسه کړی. په دې لوبه کې د جرمني یوازینی ګول ندیم امیري په وروستیو دقیقو کې ولګاوه.

داسې معلومیږي چې یواخیم لوو غواړي تر څو د جرمني د ملي لوبډلې څخه یوه ځوانه لوبډله جوړه کړي، چې تر اوسه یي د ګنابري، امیري، سولي، کیمیچ او ورنر رقم لوبغاړي یي دعوت کړي دي.