د ویسټ انډيز په لوبډله کې لوبیدلی لوبغاړی دا ځل د امریکا له خوا لوبیږي

بهار سمسور

ایکسویر مرشال چې د ویسټينډيز لپاره يې اووه ټېسټ او ۲۴ یوه ورځنۍ لوبې هم کړي دي نا ببره د امریکا د لوبډلې په ۱۴ کسیز لېست کې اعلان شو.
امریکا د امراتو خلاف د دوه شل اوریزه لوبو د ترسراوي په موخه دې هېواد اسیا ته سفر لري.

د معلوماتو له مخې امریکا به د روانې مارچ میاشتې په ۱۵ نېټه د ای سي سي په ایکاډومۍ لوبغالي کې د امراتو سره دوه شل اوریزه لوبې ولوبوي،چې ایکسوریر مرشال به د دغې لوبډلې غړی وي.

د امراتو له سفر وروسته به په دوهم رونډ یا (ډيوېژن ټوو) کې امریکایۍ لوبډله د نمیبیا خلاف پنځه یوه ورځینۍ لوبې هم تر سره کړي.

تر اوسه په خپله دې لوبغاړي ایکسیر رشال ،ویسټينډيز یا هم امریکا معلومات نه دي ورکړي چې دا لوبغاړی په کوم دلیل له ویسټينډيزۍ لوبډلې امریکایۍ لوبډلې ته کډه کوي.

خو د کریکټ د نړیوالې شورا د وصولو له مخې هر لوبغاړي چې د بل هېواد لپاره لوبیږي د کورني کریکټ دوره او هم د اړوند هېواد د وصولو له مخې د تبیعیت تر اخیستو وروسته به د دغه هېواد تر بیرغ لاندې لوبیږي،چې ایکسویر د کریکټ نړیوالې شورا قانون عملي کړی او د امریکا په کورنیو سیالیو کې تر ځلیدو وروسته ملي لوبډلې ته راغلی دی.

د امریکایۍ لوبډلې په لېست کې

. Squad: Saurabh Netravalkar (c), Elmore Hutchinson, Aaron Jones, Nosthush Kenjige, Muhammad Ali Khan, Jan Nisar-Khan, Jaskaran Malhotra, Xavier Marshall, Monank Patel, Timil Patel, Roy Silva, Jasdeep Singh, Steven Taylor, Hayden Walsh Jr.