د پاکستان د چټک بالېنګ خزانه نه خالي کیږی

بهار سمسور

پاکستان سوپر لیګ کې د پاکستان لپآره یو بل ځوان چټک توپ اچونکی په لاس راغی.

محمد حسنین چې پاکستان سوپر لیګ کې د کوټې لوبډلې سره لوبیږي له ۱۴۵ پورته عادي حالت کې توپ اچونه کوي خو بیګا يې د ملتان سلطانز خلاف ۱۵۱ سپید سره توپ هم ګزار کړ او لوبه کتونکي او مبصرین يې په صفت نه مړیدل.

نوموړي له پي ټي وي سپورت سره په خبرو کې ویلي وقار یونس، شعیب اختر،ادم میلني يې تعقیب کړي او د هغوی په قدم ګام ګدي.

د کریکټ مبصرین د محمد حسنین په ډاډه او مثبتې تبصرې کوي او ځينې يې دا هم وايي چې باید د پاکستان په ملي لوبډله کې د اسټرالیا خلاف راتلونکو لوبو کې محمد حسنین ولوبول شي.

خو دا به وخت ښکاره کړي چې ۱۸ د ۱۵۱ سپیډ غورځونکی محمد حسنین د پاکستان د ملي لوبډلې کمیس تر لاسه کوي او کنه؟