پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان د سوپر لیګ اتلولي وګټله
تاند- د پیښور زلمی لوبډلې د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ کپ خپل کړ. پيښور زلمي د ۲۰ اورونو په دې لوبه کې چې د یکشنبې په ورځ په لاهور کې وشوه، د کوټې ګلیډیټورس ته په ۵۸ منډو ماتې ورکړه.
د پاکستان د کرکټ په دې سوپر لیګ کې چې بهرنیان هم په پیسو پکې لوبیدل پنځه لوبډلو برخه اخیستې وه، پیښور زلمي، کوټه ګلیډیټرس، اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز.
د دې جام نورې لوبې په عربي متحد اماراتو کې وشوې، ځکه چې بهرني لوبغاړي په پاکستان کې د بې امنیو په خاطر لوبې نه کوي.
د کوټې ټیم چې په دې ټورنمنټ کې تر نورو پیاوړی و په پای لوبه کې د دې لپاره هم ښه ونه ځلیده چې پځه مهم بهرني لوبغاړي یې چمتو نه و چې په لاهور کې لوبه وکړي، د دغو لوبغاړو په ډله کې د انګلستان لک رایټ تر پای لوبې مخکې په ټویټر کې ولیکل، دا لوبې په دې نه ارزي چې لاهور ته ولاړ شم. د انګلستان بل لوبغاړي کیفن پټرسن او تیمل میلز هم ورته خبرې رسنیو ته کړې وې او له نیمه پای لوبو وروسته له عربي متحد اماراتو بیرته لندن ته ستانه شول. د کوټې په لوبډله کې د جنوبي افریقا ریلي روسو او د نیوزینډ ناتین مککالم بیا په پټه خوله خپلو هیوادو ته ستانه شول او لاهور ته نه لاړل.
د پیښور زلمي ټیم سره بیا یو شمیر بهرنیان لاهور ته لاړل.
د راپورونو له مخې د پاکستان کرکټ سوپر لیګ هغو بهرنیانو ته چې لاهور ته ولاړ شي د سړي پر سر د یولک اضافي ډالرو د ورکړې ژمنه کړې وه.
پاکستان ته له تیرو اوو کلونو راپه دې خوا بهرني ټیمونه د لوبو لپاره نه ځي. په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سریلانکا پر ټیم ډزې وشوې او تر دې وروسته بهرنیو لوبغاړو پاکستان ته له تګ څخه ډډه وکړه. په دې موده کې یوازې یو ځل په ۲۰۱۵ کال کې د زیمبابوې لوبډله پاکستان ته ولاړه خو هغه وخت هم د یوه ورځنۍ لوبې پر مهال د کرکټ د میدان بهر ځان مرګی برید وشو چې یو شمیر کسان پکې ووژل شول.
پاکستان په تیرو اوو کلونو کې خپلې ټولې لوبې له بهرنیو لوبډلو سره په متحد عربي اماراتو کې کوي. پاکستان د سوپرلیګ لوبې هم چې په ۲۰۱۵ کال کې یې پیل کړې په متحد عربي اماراتو کې پيل کړې.
پاکستان چې کرکټ ته ډیر اهمیت ورکوي او ډیر وخت د کرکټ د فدراسیون واک په دغه هیواد کې له پوځیانو سره وي، دا ځل هڅه وکړه چې په لاهور کې د سوپرلیګ فاینل ترسره شي، ترڅو بهرني لوبغاړي وهڅول شي چې تر دې وروسته له پاکستان سره خپلې لوبې د پاکستان دننه وکړي.