افغانستان به په ۹ سیالیو کې د آیرلند کوربه وي

تاند- افغانستان به سبا /چهارشنبه/ د هند په ګرېټر نویدا لوبغالي کې په ۹ سیالیو کې د آیرلنډ کوربه وي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان او آیرلنډ ۳ شل اووریزې، ۵ یو ورځینۍ او یوه څلور ورځینۍ سیالۍ وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا په وروستیو کې د هند ګرېټر نویدا لوبغالی د نړیوالو سیالیو لپاره منظور یا تصویب کړ.

د افغان لوبډلې سرروزونکی ښاغلی لالچند د ایرلنډ په وړاندې د مسابقې پلان تشریح کوي
د افغان لوبډلې سرروزونکی ښاغلی لالچند د ایرلنډ په وړاندې د مسابقې پلان تشریح کوي

په دې سیالیو کې به د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی فلیپ سیمنز، چې یوه موده د آیرلنډ سرروزونکی و، د افغان ټیم د باولینګ سلاکار وي.

دا لوبلړۍ په نړیواله درجه بندۍ یا رینکینګ کې د افغانستان لپاره مهمې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *