هاشم املا د پېښور زلمي لوبډلې روزونکی شو

ولید ( خپلواک)

 د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې کلاس اوپنر توپ وهونکی او مسلمان لوبغاړی (هاشم املا) د پېښور زلمي لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې روزونکی ټاکل شوی.

 داسی اټکل کېده چې دی به په راتلونکي پي ایس ايل کې د کومې لوبډلې په ګټه ولوبیږي، خو خبره بر عکس شوه،  نوموړی لا هم پر ملي لوبډله کې کرکټ جاري ساتي.

 د پېښور زلمي لوبډلې مالک ( جاوید افریدې) نوموړي ته هرکلی کړی، هغه د هاشم املا په اړه وویل:

((دا د کرکټ په نړۍ کې یو افسانوي توپ وهونکی دی او د هر ډول زغم څخه برخمن دی، هغه به ځوانو لوبغاړو ته ډېرې ښې مشورې ورکړي.))

 بل پلو د زلمي لوبډلې مشر روزونکي ( محمد اکرم) هم د املا په راتګ خوښې ښودلې.

 د زلمي لوبډلې سره به ویسټ انډیزي ډيرن سمي پخوانی پاکستانی لوبغاړی ثقلین مشتاق د توپ اچونې په برخه کې روزونکی وي.

 دا لا نه ده روښانه چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی یونس خان به د زلمي لوبډلې سره پاتې شي که نه؟

 دا لومړۍ ځل دی چې ټول پي ایس ایل لیګ به په پاکستان هيواد کې د افغان لوبغاړو په نشتون کې ترسره شي.