د هاشم املا حیرانوونکی ژوند او کرکټ |  سید ادریس ولیزاده

بشپړ نوم یې هاشم محمد امله د احمد محمد امله ورور، په ۱۹۸۳ کال د مارچ میاشتې په ۳۱مه نیټه په یوه اسلامي کورنۍ انصاري کې زیږیدلی.

د امله ژوند ډېر وخت د سهیلي افریقا د دربن ایالت په نتال سیمه کې تیر شوی او اوس هم میشت دی، د دوی کورنۍ د هندوستان په ګجرات ایالت کې ژوند کاوو.

هاشم امله اوس مهال د کرکټ په دنیا کې ۳۶ کاله عمر لري.

امله د سومیه نومې انجلۍ سره واده کړی دی، چې اوس مهال د دوی دوه زامن دي، یو په ۲۰۱۲ او بل یې په ۲۰۱۳ کال کې زیږیدلی دی.

د امله ښځه په حجاب ګرځي او په حیا او پرده کې وي.

د امله مینه له کرکټ سره سخته زیاته وه، چې کله له دربن عالي لیسې څخه فارغ شو، نو لومړی د کرکټ پیل یې په سوت افریقا کې په ولایتي لوبو کې وکړ، چې د کوازولا نتال ډولپنز ولایتي لوبډلې په ګټه لوبې کولې.

د هاشم امله دنده په کرکټ کې اصلن توپ وهنه ده، خو په ښي لاس د رو اف برېک ترڅنګ میډیم فسټ توپ اچونه هم کولی شي.

د امله استعداد لوړ و، ډېر ژر پرمختګ وکړ او د ۲۰۰۲ کال د نولس کلنو په نړیوال جام سیالیو کې د سهیلي افریقا نولس کلنې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، چې خپله لوبډله یې تر پاي لوبې ورساوه او یادې لوبې په نیوزیلنډ کې وشوې.

په دغه جام کې امله د ښه کارکردګۍ له کبله د کوازولا نتال ډولپنز ولایتي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، چې عمر یې په دغه وخت کې ۲۱ کاله وو.

هاشم امله په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کې په داخلي کرکټ کې ښه وځلید، چې په لومړیو اتو پاڼیو کې څلور سلېزې ووهلې، چې بیا د سهیلي افریقا په الف ټیم کې شامل شو.

د امله کارکردګي ښه وه، همغه وو، چې امله نړیوال کرکټ ته مخه وکړه.

هاشم امله په لومړي ځل په ۲۰۰۴ کال کې د نومبر میاشتې په ۲۸مه نیټه د هندوستان خلاف لومړنۍ ټیسټ لوبه ترسره کړه، چې وروستۍ ټیسټ لوبه یې د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه نیټه د سرېلانکا ملي لوبډلې خلاف وه.

امله په ۱۲۴ ټیسټ لوبو کې د ۲۸ سلېزو او ۴۱ نیمه سلېزو پر مټ ۹۲۸۲ منډې جوړې کړي، چې لوړې منډې یې ۳۱۱ ناسوځېدلې دي.

هاشم امله په ۲۰۱۸ کال کې د مارچ میاشتې په نهمه نیټه په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې خپله لومړنۍ لوبه د بنګله دیش خلاف ترسره کړه، چې خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې د روان ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې په ۲۸مه نیټه د سرېلانکا خلاف ترسره کړه.

امله په ۱۸۱ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د ۲۷ سلېزو او ۳۹ نیمه سلېزو په مرسته ۸۱۱۳ منډې جوړې کړي دي، چې لوړې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۵۹ منډې دي.

د امله شرټ نمبر په یو ورځنیو لوبو کې ۹۰ دی.

هاشم په ۲۰۰۹ کال کې د جنورۍ میاشتې په ۱۳مه نیټه خپله لومړنۍ نړیواله شل اورېزه لوبه د اسټرلیا خلاف ترسره کړه، چې خپله وروستۍ شل اوره لوبه یې په ۲۰۱۸ کال کې د اګسټ میاشتې په ۱۴مه نیټه د سرېلانکا خلاف ترسره کړه.

امله په ۴۴ نړیوالو شل اورېزو لوبو کې د اتو نیمه سلېزو پر مټ ۱۲۷۷ منډې جوړې کړي دي، چې لوړې منډې یې په یوه لوبه کې ۹۷ ناسوځېدلې منډې دي.

د هاشم شرټ نمبر په شل اورېزو لوبو کې یو ده.

هاشم امله د سهیلي افریقا لوبډلې سربیره د نړۍ په مشهورو لیګونو هم لوبیدلی دی، چې د ایسکس، نټګمرشایر، کب کوبراس، سئري، دربيشایر، کینګز ایلیون پنجاب، ټرانبګو نایټ رایډرز، همپشایر، بربادوس ټرایډنټس او دربن هیټ سره لوبېدلی دی.

امله په داخلي سیالیو او لیګونه کې اوس هم لوبیږي.

هاشم امله لومړی افریقایي بیټسمین دی، چې په ټیسټ لوبو کې ترېپل سلېزه وهلې ده.
لومړی افریقایي بیټسمین دی، چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ډېرې ۲۷ سلېزې وهلې دي.
امله د نړۍ دویم چټک توپ وهونکی دی، چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې په ۱۷۶ اننګزونو کې ۸۰۰۰ منډې پوره کړې دي.

دغه مشهور کرکټر د اګسټ میاشتې په اتمه نیټه د کرکټ له درېیو واړو نړیوالو فارمټونو( ټیسټ، شل اوره او یو ورځنۍ) څخه استعفا وکړه، چې له نن څخه وروسته یواځې په داخلي لوبو او لیګونو کې لوبېږي.

هاشم امله د خپل اخلاقو او مسلمانیت له امله د خلکو په زړونو کې ځاي پیدا کړی دی، چې د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې خورا ډېر مینوال لري.

امله د نړیوالو لوبو په جریان کې روژې هم نیولې، چې د اسلام په رڼا کې چې کوم مشروبات منعه کړای شوی وي، هغه نه استعمالوو او نه یې استعمالوي.

امله اوس مهال له خپلې کورنۍ سره په سهیلي افریقا کې ژوند کوي