د افغانستان په درېیمه ټیسټ لوبه کې کارنامې وشوې

سید ادریس ولي زاده

۱- افغانستان په ټیسټ کرکټ کې د راشد خان په کپتانۍ دوېیمه بریا لاسته راوړه.

۲- دغه لوبه د ابراهیم ځدران، قیس احمد او ظاهر خان لپاره لومړۍ ټیسټ لوبه وه، ابراهیم ۱۰۹ منډې وکړې، قیس یو لوبغاړی، خو ظاهر خان بیا درې لوبغاړي وسوځول.

۳- لوبډلمشر راشد خان په دوو پاڼیو کې ۱۱ ویکېټې واخیستې او په توپ وهنه کې ۷۵ منډې وکړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

۴- په دغه لوبه کې یواځې رحمت شاه سلېزه ووهله، چې په لومړۍ پاڼۍ کې د دوو شپږېزو او لسو څلورېزو پر مټ په ۱۸۷ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې.

۵- دا د نبي لپاره وروستۍ ټیسټ لوبه وه. ۳۴ کلن محمد نبي له ټیسټ لوبو څخه استعفا وکړه، چې په دغه ټیسټ لوبه کې اته منډې وکړې او څلور ویکېټې واخیستې.

۶- راشد د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نبي ته ډالۍ کړه.

۷- او افغانستان له اسټرلیا وروسته دوېیمه لوبډله شوه، چې په درېیمه ټیسټ لوبه کې د ټیسټ لوبو دوېیمه بریا لاسته راوړي.