د جنوبي افریقا هېواد د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی ډېل سټاین وتوانیده، چې د یاد هېواد پخوانی لوبډلمشر شاون پالک ریکارډ مات کړي.

سټاین د پاکستان ملي لوبډلې خلاف د درېیو ټیسټ لوبو د سیریز په لومړۍ لوبه کې درې وېکټې واخیستې، چې د ډېرو وېکیټو ریکارد په خپل نوم ثبت کړ.

۳۵ کلن ډېل سټاین په ښي لاس توپ وهنه او توپ اچونه کوي، چې د جنوبي افریقا په ملي لوبډله کې له ۲۰۰۴ کال نه تر اوسه پورې د توپ اچونکي په توګه لوبیږي.

نوموړی په ۸۹ ټیسټ لوبو کې ۴۲۴ وېکیټې پوره کړې، چې د شاون پالک نه مخکې شو.

۴۵ کلن شاون پالک د جنوبي افریقا لوبډلې لپاره په ۱۰۸ ټیسټ لوبو کې ۴۲۱ وېکیټې اخیستې دي، چې ورپسې مکیا نتني ۳۹۰، الان ډونالډ ۳۳۰ او مورني مورکل ۳۰۹ وېکیټې اخیستې دي.

کوربه جنوبي افریقا لوبډلې د درېیو ټیسټ لوبو په پرانیسته لوبه کې پرون میلمه پاکستانۍ لوبډلې ته د شپږو وېکیټو په شتون سره ماتې ورکړه.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی د ګټونکې لوبډلې توپ اچونکی داوني اولیفیر ونومول شو، چې په دوو پاڼیو کې ۱۱ وېکیټې واخیستې.

د یادو لوبډلو ترمنځ دوېیمه ټیسټ لوبه د ۲۰۱۹ کال په درېیمه ورځ پیلیږي