د افغانستان او ترکمنستان فوټبال لوبډلو ترمنځ دوېیمه لوبه تیره شپه دوه د دوه پر وړاندې مساوي پاي ته ورسیده، چې افغانستان لپاره فیصل شایسته او شریف محمد ګولونه ووهل.

دغه لوبه بیا ځلې وروسته له هغه وشوه ، چې لومړۍ لوبه په خرابه هوا کې ترسره شوې وه او د دواړو لوبډلو د پرېکړې سره سم یاده لوبه د دویم ځل لپاره ترسره شوه.

د ترکیې په انتالیا ښار کې د افغانستان او ترکمنستان فوټبال لوبډلو ترمنځ لومړۍ دوستانه لوبه دوه د صفر پر وړاندې د ترکمنستان لوبډلې په ګټه پاي ته رسیدلې ده.

اخوا ټاکل شوې وه، چې افغانستان د ازبکستان سره د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۸مه نیټه یوه دوستانه لوبه ترسره کړي، خو ازبکستان غوښتل چې دغه لوبه په تلویزیون خپره نشي او هیڅ لیدونکي په لوبغالي کې داخل نشي، نو ځکه لوبه لغوه شوه