فوټسال: د افغانستان او جاپان لوبډلې د درېم مقام لپاره سیالي کوي

تاند- د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا /سې شنبه/  د اسیايی سیالیو د درېم مقام لپاره د جاپان د فوټسال له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

 په ترکمنستان کې د اسیايي سیالیو د فوتسال په مسابقو کې د افغانستان لوبډلې د چین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او ترکمنستان لوبډلو ته ماتې ورکړې خو په نیمه پایلوبه کې یې پر ایران وبایلله.

د افغانستان او جاپان ترمنځ د لوبې ګټونی به د ژېړو میډال ترلاسه کړي او د ازبکستان او ایران ترمنځ د پایلوبې ګټونکی به د سروزو میډال خپل کړي.

د افغانستان او جاپان مسابقه د افغانستان په وخت په څلور نیمې بجې پیلېږي.

ټاکل شوې ده چې پایلوبه د افغانستان او ازبکستان تر سیالۍ دوه ساعته وروسته پیل شي.

دې ته په کتو چې افغانستان په دې سیالیو کې ازبکستان ته او ازبکستان بیا جاپان ته ماتې ورکړې وه، تمه کېږي چې د افغانستان لوبډله به جاپان ته ماتې ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *