افغان فوټسال ملي لوبډله نن د ایران په وړاندې لوبیږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا د فوټسال د اتلولیو په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسوول شمس امیني ازادي راډیو ته وویل، چې افغانستان د دغو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه نن چهارشنبه د ازبکستان پر وړاندې کوي.

ښاغلی امیني وايي، په دغو سیالیو کې افغانستان، د ازبکستان، تاجکستان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوهمه لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د تاجکستان او د همدې میاشتې په ۲۵مه د نيپال پر وړاندې ده.

د دې سیالیو په پای کې د هر ګروپ څخه دوه مخکښې لوبډلې د ۲۰۲۰ میلادي د اسیا د فوټسال سیالیو اتلولیو لوبو ته چې په ترکمانستان کې کېږي لار پیدا کوي.