د بنګله دیش کرکټ لوبغاړو د خپل کرکټ بورډ خلاف بغاوت وکړ

د بنگله دېش ملي لوبډلې لوبغاړو د خپل کرېکټ بورډ سره پرېکون اعلان کړ، او څرگنده يي کړه چې تر څو دغې ادارې کې غوره‌والی رانشي دوی به کرېکټ اړوند هېڅ ډول فعالیتونو کې برخه نه اخلي.

بنگله‌دېش کې د کرېکټ سیستم او د بنگله‌دېش پرېمیر لیگ څانگو په برخه کې د لوبغاړو او د بنگله‌دېش کرېکټ بورډ ادارې ترمنځ له یوې مودې څخه شخړه رامنځ ته شوې، چې دغه شخړه اوس په جدي ستونزه بدله شوې.

لوبغاړي شکایت کوي چې عواید يي تر ټولو ټیټ اوسط تر رسېدلي، چې له همدې امله يي د کرېکټ بورډ ادارې په خلاف بغاوت کړی. دغه ستونزه هغه مهال جدي شوه چې اکتوبر په پیل کې د بنگله‌دېش فرسټ کلاس سیالیو لپاره د لوبغاړو تنخواه اضافه نشوه.

په دې برخه کې د بنگله‌دېش ځینو پیاوړو لوبغاړو د کرېکټ بورډ ادارې په وړاندې خپل غږ اوچت کړ او غوښتنه يي وکړه چې کرېکټ او لوبغاړو سره باید ناوړه چلند څخه مخنیوی وشي. شکېب الحسن څخه وروسته نور پېژندل شوي لوبغاړي هم له نوموړي سره همغږي شول.

د بنگله‌دېشي لوبغاړو دغه پرېکون کېدای شي راتلونکې میاشت د هندوستان په وړاندې لوبې هم اغېزمنې کړي.

تېره ورځ د بنگله‌دېشي لوبغاړو د شکېب الحسن او مشفق الرحیم په مشرۍ خبري غونډې کې گډون وکړ او نامعلومې مودې پورې يي پرېکون اعلان کړ او خپل ۱۱ غوښتنې يي شریکې کړې او ويي ویل چې تر څو دغه غوښتنې يي نه وي منل شوې دوی به کرېکټ اړوندو فعالیتونو کې گډون ونه کړي.

د بنگله‌دېش پلازمینه ډاکه کې شکېب الحسن خبري غونډې ته وویل چې د ۱۹ – کلنو او نورو لوبډلو په گډون ټول فرسټ کلاس او ملي لوبډلې هم د دې پرېکون برخه دي.