افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو د روحي پیاوړتیا په موخه بهرنی ارواپوه په دنده وګماره

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د لوبغاړو د روحي پياوړتیا او د لوبې پر مهال د غوره دقت کولو په موخه د نیوزیلنډ هېواد ارواپوه اډرین ډېوېډ مکنمن په دنده وګوماره چې دغه چاره به د لوبو پر مهال د لوبغاړو د رواني پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
ښاغلي اډرین د ارواه پوهنې په برخه کې د ماسټرۍ دوه سندونه او ډېره تجربه لري چې د لوبغاړو د ارواه پوهنې، فزیکي تعلیماتو او تدریس په ډګر کې مخکښ نوم لري او دغه راز د اسټرالیا د کوینزلنډ د ارواپوهنې د ډاکټرانو له ټولنې سره هم ثبت دی.
باید وویل شي چې ارواپوه ډاکټر د لوبغاړو د ذهني مهارت د پياوړي کولو، پر ځان باوري توب، پر لوبې تمرکز، پر ځان د کنټرول ساتلو او د لوبې د جذبې په برخه کې هم مهم رول ادا کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي په دې تړاو وویل: ((د لوبغاړو د فزیکي پياوړتیا، غوره کړنو یا کارکردګۍ ترڅنګ د هغوی روحي پياوړتیا او پر ځان باوریتوب هم خورا اړین دی نو دغې اړتیا ته په پام سره مو اډرېین د ارواه پوه ډاکټر په توګه په دنده وګوماره، څو له ټولو لوبغاړو او د ادارې له کارکوونکو سره په اړوند برخه کې له نږدې کار وکړي او هیله ده ډېرې لاسته راوړنې ولري.))
دغه راز اډرین ډېوېډ مکنمن هم وویل: ((د افغانستان لوبډله د دې وړتیا لري چې د نړۍ لومړۍ درجه لوبډله واوسي، ځکه دا ټوله په ذهن پورې اړه لري چې څرنګه یو لوبغاړی د لوبو په ډګر کې خپل هدف ترلاسه کړي، زه به له هر افغان لوبغاړي سره د دوی وړتیا، پر ځان باوريتوب، ذهني پياوړتیا، کمزوريو، ښوونې او روزنې ته په پام سره کار وکړم او دغه راز دا خبره هم مهمه ده چې څرنګه دوی په ښه توګه خبرې وکړلی شي.))
اډرین همدارنګه له دې وړاندې د بنګله دېش، سریلانکا او زمبابوې له کرکټ بورډونو او د مالیزیا او راجستان د کرکټ له ټولنو سره د ارواه پوهنې د ډاکټر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
د یادونې وړ ده چې نوموړی به په اداره کې لومړی د دریو میاشتو ازموینیزې دورې لپاره کار وکړي، که چېرې یې شتون مثبت ثابت شو نو یو کلن قرارداد به ورکړل شي.
دغه راز باید یادونه وشي چې راتلونکې سپټمبر میاشت کې به د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې هېوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ په بنګله دېش کې د درې اړخیزه لوبو لوبلړۍ هم ترسره شي چې د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي مسوولیت به پکې د غوراوي کمېټې اوسنی غړی انډي مولز پر غاړه لري.
د افغانستان کرکت بورډ ادارې د لوبغاړو د مشر روزونکي لپاره له دې وړاندې بست اعلان کړی چې تر اوسه پورې ورته یو شمېر کسانو غوښتنلیکونه رالېږلي دي، تر هغې چې د روزونکي په توګه نوی کس ګومارل کېږي؛ انډی مولز ته به د راتلونکې درې اړخیزه لوبلړۍ مسوولیت ورله غاړې وي.