د زیمبابوې لوبغاړو له شپږیزې څخه د تلو لپاره د خپل کرکټ بورډ غوښتنه رد کړه

تاند- د زیمبابوې ۱۱ لوبغاړو، چې په شپږیزه کې لوبېږي، د خپل هیواد د کرکټ بورډ غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې په شپږیزه کې تر پایه لوبېږي.

د زیمبابوې کرکټ بورد له خپلو دغو لوبغاړو د کابل د تېرې اوونۍ له تروریستي برید وروسته وغوښتل چې هیواد ته بېرته وروګرځي.

د کرکټ ۳۶۵ د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ /سپټمبر۱۳/ د کابل د کرکټ د نړیوال لوبغالي په دروازه کې انتحاري حمله وشوه چې په نتیجه کې یې ۳ تنه شهیدان شول.

له دې پېښې وروسته د جنوبي افریقا ۴ لوبغاړي خپل هیواد ته ستانه شول خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د جنوبي افریقا لوبغاړي د دې لپاره بېرته لاړل چې د خپل هیواد د کرکټ په لیګ سیالیو کې ګډون وکړي.

د زیمبابوې لوبغاړو په شپږیزه کې لوبې ته دوام ورکړی او وايي چې د جمعې تر ورځې، چې تورنمنټ پای ته رسېږي، له خپلو لوبډلو سره پاتې کېږي.

دا بهرني لوبغاړي په شپږیزه کې برخه لري:

Hamilton Masakadza, Vusi Sibanda, Tendai Chatara, Elton Chigumbura, Richard Ngarava, Raza Butt, Ryan Burl, Sikandar Raza and Richmond Mutumbami.

د زیمبابوې د سپورت او تفریحي چارو رييس ایدورد سویلا وویل چې لوبغاړي یې په خپله خوښه افغانستان ته تللي او دوی یې په زوره راغوښتلی نه شي.

ده همداراز وویل چې دا لوبغاړي نه د زیمبابوې د ملي ټیم په توګه او نه د زیمبابوې د کرکټ بورډ له لوري افغانستان ته استول شوي، له همدې کبله څوک یې مجبورولی نه شي چې بېرته راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *