بُست ساتونکو امو نهنګانو ته په ۲۱ منډو ماته ورکړه

تاند- د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په دوهمه سیالۍ کې نن بُست ساتونکو په ۲۱ توپونو امو نهنګانو ته ماتې ورکړه.

بُست ساتونکو د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۱۳۱ منډې هدف وټاکه خو د هوا د خرابیدو له امله د ډي/اېل په فرمول لوبې ته ۱۲ اورونه وټاکل شول او د بوست لوبډلې هدف ۸۸ منډو ته راښکته شو، آمو لوبډلې په پوره ۱۲ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۶۶ مندې جوړې کړې او لوبه یې بوست لوبډلې ته وبایلله.

فضل نیازی چې د بوست لوبډلې په ګټه یې ۱۰ مندې جوړې کړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي ول، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *