بُست ساتونکو په ۷ منډو مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ یا شپږیزې د درېمې ورځې په دوهمه سیالي کې مس عینک اتلان او د بست ساتونکي مخامخ شول.

د دې مسابقې په جریان کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي مخته انتحاري چاودنه وشوه چې له کبله یې لږترلږه ۳ تنه شهیدان او ۵ نور ژوبل شول.

له چاودنې سره سره مسابقې دوام وکړ.

لومړی بیټنګ بُست ساتونکو وکړ. دوی د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۲۰۱ منډې وکړې چې نسبتاً لوړ هدف و.

مس عینک اتلانو په شلو اوورونو کې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۹۴ منډې جوړې کړای شوې.

د بست ساتونکو لپاره سي ایس ډیلپورت په ۴۴ توپونو ۱۰۰ منډې، وحید الله شفقت په ۳۱ توپونو ۳۲ او محمد نبي په ۱۴ توپونو ۲۵منډې جوړې کړې.

د عینک اتلانو ته وي سیباندا په ۳۳ توپونو ۴۵ او ناصر جمال په ۵۱ توپونو ۸۳ منډې وکړې.

ګلبدین نایب د عینک اتلانو ۳، شاهپور ځدراڼ ۲ او مجیب ۲ لوبغاړي وسوځول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *