کریکټ اود افغانستان سیاسي موقف

لیکوال : سید حبیب صمیم |

ځني خلک کریکټ او دیو هیواد سیاست یا ډیپلوماسي او نظام جلا ګني او په دې اند دي چې کریکټ  له دغو شیانو سره هيڅ ارتباط نه لري ځکه چې کریکټ د سپورټ یا ورزش یوه برخه ده او د انسانانو د علاقې خبره ده چې څوګ له دغه فیلډ سره مينه او علاقه لري او څوګ یې نه لري او انسانان د ورزش ډول یا نوع په خپله د ځان لپاره د خپلې خوښې سره سم انتخابوي او هغه ورزش یا لوبه پرمخ وړي چې خوند ورکوي او خوند ځنې اخیستلی شي بعضې بیا دا خبرې هم کوي چې د کریکټ د حکومت او حکومتوالی یا دولت او ادارې سره هیڅ اړخ نه لګوي او له دې څخه یې مستثنا بولي.

کریکټ هیڅ وخت له سیاسي او دولتي نظام څخه جلا موضوع نه  ده ایا کریکټ بورډ اداره د افغانستان له ادارتو څخه یوه لویه او مهمه اداره نه ده؟ ایا د کریکټ بورډ ادارې مشر د هیواد د جمهور رئیس لخوا ونه ګمارل شو؟ ایا د لوبغاړو معاشونه او نور امتیازات د همدې ملک له بودیجې او بیت المال څخه نه دي؟

نو ویلی شو چې کریکټ له حکومت څخه جلا نه بلکې د حکومت یوه اهمه برخه ده او باید د حکومت په بهرني سیاست او بهرنۍ پالیسۍ کې د یوې مهمې موضوع په توګه شامل وي کله چې په بهرنیو هیوادونو کې  لوبغاړو ته ستونزې او مشکلات پیدا کیږي نو د ستونزې د حل مرجع یې په هغه هیواد کې د هیواد سیاسي نمایندګي وي لکه سفارتونه یا قونسلګیرۍ وي چې ستونزې د هغوی پرمټ حلیږي او یا  هم د بهرنیو چارو وزارت دي چې دغسې مسایل به خدای مه کړه که پیښ شي څیړي او پلټي به یې اود اړوند هیواد له دولتي چارواکو سره به پرې تماس نیسي او موضوع به حل کوي او لنډه دا چې په داخل د هیواد کې هم دولت د کریکت پروړاندې دندې او  مسؤلیتونه او  وجایب لري لکه د لوبغالو لپاره د ځمکې ورکړه، د لوبغاړو او مامورینو معاشونه د کریکټ د پراختیا او  تقویې لپاره اغیزمن پروګرامونه په لار اچول د حکومت دنده او مسؤلیت دی.

Armanهمدارنګه د کریکټ رول د یو هیواد په سیاسي اعتماد او اعتبار په برخه کې او د هیوادونو ترمنځ د روابطو په پاللو او قایمولو او  ټینګولو کې بارز او فوق العاده دی دا چې د هیوادونو ترمنځ رسمي روابط د سفارتونو او قونسلګیریو په واسطه صورت نیسي او یو بل په رسمیت پیژني او په بل هیواد مو ملي برغ پرې رپانده وي همدارنګه کریکټ هم همدا رول ادا کړی دی د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې یې د هیواد  ملي بیرغ رپولۍ دی او د افغانستان نوم یې د هغه هیوادونو په خلکو پیژندلی دی چې د افغانستان له نوم سره نا اشنا وو او یا هم افغانستان یې د یو ټیټ او وروسته پاتې او حقیر هیواد په ټوګه پیژانده شاید له تاسو سره دا پوښتنه وي چې د افغانستان له نوم سره نا آشنايي؟

د دې به یو ژوندۍ مثال درته وړاندې کړو هغه دا چې ۲۰۱۲ م کال ؤ  دکریکټ د لوبو لړۍ روانه وه چې د نامیبیا هیواد ټیم د کوم بل هیواد له ټیم سره لوبه درلوده او په رسنیو کې د لوبو په رابطه ګرمې خبرې روانې وې د پوهنتون یو محصل راته وویل چې دا د نامیبیا هیواد نوم خو مې نوی واوریدو دا هیواد خو پخوا نه ؤ لکه چې نوی پیدا شوي یا که واویو چې ایجاد شوی وي په داسې حال کې نامیبیا هیواد نوی هیواد نه دی چې اوس کشف شوي وي او انساني ژوند پکې پیل شوی وي خو دا چې له نوم سره یې نه ؤ آشنا او اوس د کریکټ له برکته دا دی نوم واروریدو فکر کوي چې دا نوی هیواد دی نو په نوره نړۍ کې به هم خامخا داسې څوک وي د افغانستان نوم به یې  د کریکټ له ډګره اوریدلي وي او زمونږ درې رنګه بیرغ د خپلو سیاسي نمایندګیو ورها خوا  د نړۍ په لویو او مشهورو میدانو کې هم ورپید.

او د سیاسي او امنیتي اعتماد خبرې ته که راشو نړیوالو تر ډیره د افغانستان له خلکو داسې انګیرله چې ټول ترهګر دي ، قاتلین دي له وژنو او ځورنو یې بله څه نه دي زده د انسان قدر ورسره نشته د بشر احترام نه پیژني او یا هم په افغانستان کې هیڅ امن نشته خو کله چې د افغانستان ملي لوبډلې مسلسلې بریاوې ترلاسه کړې  او له صفر څخه تر ترنړیوال جام پورې یې په کمه موده کې ځان ورساوو او پدې وروستیو د کریکټ په نړیواله شورا یا ICC کې د افغانستان بشپړ غړیتوب اخیستل هغه څه وو چې  نړیوال یې په دې قانع کړل چې افغانان بااستعداده خلک دي ترهګر او وژونکي نه دي مخ پروړاندې روان خلک دي چې په دې سره په نړیواله ټولنه کې د افغانستان اعتبار او موقف څو چنده لوړ شو چې ښه بیلګه یې د اوسني د ۲۰۱۷ م کال د سیپټمبر ۱۱ د شپږیزې ټورنمنټ دی چې په زیاته اندازه بهرني لوبغاړی او میلمانه ورته راغلل د افغانستان د کریکټ بورد د معلوماتو له مخې چې  یاد ټورنمنټ ته د هغه هیوادونو لوبغاړي راغلل چې ځني نورو هیوادونو غوښتل په دا ډول ټورنمنټ میلیونونه ډالر مصرف وکړي خو بیا هم دغه لوبغاړي نه ورغلل په داسې حال کې چې افغانستان ۱۲۵ میلیونه افغانۍ سرمایه ګذاري پرې کړيده د بهرنیو لوبغاړو راتلل افغانستان ته د افغانستان پر دولت او خلکو د اعتماد او باور خبره ده.

که وګورو کله چې په ۲۰۰۹ م کال کې په پاکستان کې د لاهور په ښار کې د سریلانکا لوبغاړو په موټر وسلوال برید وشو چې د یاد ټیم ځیني لوبغاړي سرسري ټپیان شول او د پولیسو په ګډون په‌کې څو کسان ووژل شول نو په پاکستان د نړیوال کریکت دروازې بندې شوې او خپل اعتماد یې له لاسه ورکړ حتا د نړۍ  د ډیرو ټیټو درجوهیوادونو هم پاکستان ته د ورتلو څخه ډډه وکړه او اوس په دې وروستیو کې یې د کریکټ بورډ مشر هڅه کوي چې دغه اعتماد بیرته اعاده کړي.

کله چې رشد او پرمختګ رامنځ ته نو سیاسی حریف په یونا یو ډول د تعصب او دوښمنۍ غبرګون ښيي ښکاره خبره ده چې دښمن ته مو پرمختګ د زغملو نه وي د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې کله چې  په لومړي ځل دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد ارمان د هند غوره لیګ سیالیو یا IPL کې ونیول شول چې دغه کار افغانستان کې دننه او بهر له تود هرکلي سره مخ شو.

محمد نبي په ۳۰ لکه هندي کلدارو( نږدې ۴۴ زره او ۸ سوه ډالره) او راشد خان بیا په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو( نږدې ۵ لکه ۹۷ زره او ۲۳۸ ډالره) و پېرل شول چې دواړه په سن رایزرز حیدر اباد لوبډله کې ولوبیدل نو د پاکستان پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر جاوېد میانداد خپل غبرګون ښکاره کړ .

د پاکستان پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر جاوېد میانداد د پاکستان “نیوز ۱۸ ” رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو چې د هند غوره لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل، دومره لویه خبره نه ده او په پراخه کچه لمانځنه یې په کار نه ده چې د دغه پاکستاني پخواني لوبډلمشر دغه غبرګون د سیاسي انګیزې زیږنده ده نو بناً ویلی شو چې کریکټ او د هیواد نظام ، دولتداري او حکومتوالي داسې نه جلا کیدونې اړیکې لری لکه نوک او ورۍ.

نو د ولس هیله او غوښتنه د کریکټ بورډ له ادارې څخه دا ده چې حزبي، تنظیمي اړیکې یوې خواته کړي او د قوم ، ولایت ، ژبې او سمت پلوي بلې خوا ته پریږدي په ملي روحیه او نړۍ سره د سیال کیدلو په فکر خپل کارونه په پرې ډول د استعداد او قابلیت په پام کې نیولو سره پر مخ یوسي او د کریکټ بورډ اداره باید له فساد، ناغیړۍ اختلاس او له هر ډول شخصي تجارتي معاملې څخه پاکه او سوچه وي او د کریکټ په موجوده پرمختګ بسنه او اکتفا ونه کړي بلکې لا پرمخ ولاړشي او د کریکټ او  سیاست په دواړو ډګرونو کې د هغه هیوادونو په ردیف کې ودریږو چې حساب ورباندې کیږي.

سید حبیب صمیم  – خوست – 2017 – September 12

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *