مس عینک په ۸ ویکټونو له امو نهنګانو وګټله
تاند- د افغانستان د شپږیزې یا غوره کرکټ لیګ د نن (پنجشنبې) ورځې په لومړۍ سیالي کې امو نهنګان له مس سره مخامخ شول.
مس عینک په ۸ ویکټونو امو نهنګات مات کړل.
امو نهنګانو په ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۱۱ منډې وکړې.
د دوی لپاره تر ټولو دېرې منډې عبدالرزاق ۳، افسر ځاځي ۲۸ او نورالحق ۱۱ وکړې.
په مقابل کې یې د مس عینک لوبغاړي وتواندېدل چې هدف په ۱۷ اوور کې د ۲ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې پوره کړي.
د مس عینک لپاره تر ټولو زیاتې منډې وي سیباندا ۴۲، احسان الله ۴۰ او سمندر رضا ۱۴ منډې وکړې.