د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلن ټیم قرغیزستان ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنو لوبډلې د ۲۰۱۸ اې ایف سي کپ ته د غوراوي لپاره خپله لومړۍ مسابقه وګټله.

په دې سیالۍ کې، چې نن /شنبه/ د ایران مرکز تهران ته نژدې د کرج ښار په انقلاب لوبغالي کې وشوه، افغان لوبغاړو د قرغیزستان د شپاړس کلنو لوبډلې ته ۳ په ۱ ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۸ کال په سیالیو کې، چې په مالیزیا کې کېږي، ۱۵ لوبډلې ګډون کوي خو دغو لوبو ته د رسېدو لپاره د ۴۴ ټیمونو ترمنځ سیالۍ کېږي.

د ۲۰۱۶ کال په سیالیو کې عراق اتلولي ګټلې وه.

افغانستان له ایران، قزاقستان، لبنان او بوتان سره په سي ګروپ کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *