فوټبال|| سعودي عربستان د افغانستان ۲۳ ته ۸ پر صفر ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال تر ۲۳ د کشرو لوبغاړو ټیم د اسیا د غوراوي په سیالیو کې یوه بله سیالي وبایلله او د درویشت کلنو اسیايی جام ته له رسېدو پاتې شو.

افغان لوبغاړي له سعودی عربستان سره مخامخ شول. د سعودي غښتلي ټیم د افغانستان ۲۳ کلنو ته ۸ پر صفر ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې لومړۍ مسابقه افغان لوبغاړو پر عراق په ورته نتیجه؛ یعني ۸ پر صفر بایللې وه.

د دغو سیالیو په لړ کې سبا د فوټبال د ۲۳ کلونو ملي لوبډله خپله وروستۍ مسابقه له بحرین سره کوي.

د اسیا د فوټبال مقدماتي سیالۍ د ریاض په کوربه‎توب د فیصل بن فهد په لوبغالي کې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *