تر ۱۹ کلنو د کشرو کرکټ سیالۍ؛ افغان لوبغاړو سینګاپور ته په ۲۲۴ منډو ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې د ۱۹ کلنو د غوراوي جام په سیالیو کې له سینګاپور سره په دوهمه یا وروستۍ سیالۍ کې مخامخ شو.
افغان نولس کلنو دا سیالي د ۲۲۴ منډو په توپير وګټله.
د لوبې پچه سينګاپور وګټله او افغان نولس کلنو ته يي د توپوهنې بلنه ورکړه چې افغان نولس کلنو د ټولو اوورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۳۰۴ منډې جوړې کړې.
تر ټولو زياتې منډې ابراهيم ځدراڼ ۷۳، درويش رسولي ۷۱، طارق ستانکزي ۵۵، نويد عبيد ۲۹ او اکرام عليخيل ۲۷ منډې جوړې کړې.
د سينګاپور لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ په ۱۸ اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۸۱ منډې جوړې کړې او افغان نولس کلنو لوبډلې ته يې د ۲۲۴ منډو په توپير لوبه وبايلله.
د افغان نولس کلنو له لوري مجيب ځدراڼ ۴، يوسف ځاځي ۳، وفادار مومند، وقارالله اسحاقزي او شمس الله وليخيل يو – يو لوبغاړی وسوځاوو.
د لوبي غوره لوبغاړی ابراهيم ځدراڼ چې ۷۳ منډې يې کړې وې، وټاکل شو.