بُست اتلانو لومړی قدم په اتلولۍ سره واخیست.
خپلواک دریځ
کریکټ ټوله نړۍ کې په تېره بیا د اسیا په زړه افغانستان کې خورا مخ پر وړاندې روانه ده، ځکه خو د کریکټ نړیواله شورا مجبوره شوه ترڅو افغانستان ته د پوره غړیتوب درجه ورکړي او دا هیواد نور دې شورا کې د ټولو حقه حقوقو څخه برخمن شي، ددې هیواد هرولایت کې کریکټ تر ټولو مخکښه او زړه راښکونکې لوبه ده، چې ښه مثال یې ددې هیواد غم او جنګ ځپلی ولایت هلمند دی، دلته اوس بې شمېره د کریکټ لوبډلې شتون لري او لوبغاړي خو تر زرګونو رسي.
د تېرې دوشنبې پر ورځ هلمند ولایت کې د یو خصوصي پوهنتون بُست له لوري د کریکټ ۲۵ اوریزه سیالۍ پیل شوې، دغه سیالۍ چې د کریکټ امریت په مرسته پیل شوي، پوره ۱۲ پیاوړو لوبډلو پکې برخه اخیستې او یادې سیالۍ به د ملت په نوم لوبغالي کې ترسره کوي، تېره ورځ لومړی سیالي ددې پوهنتون یانې بُست اتلان او هلمند بارک لوبډلو ترمنځ وشوه، د سیالۍ لیدو ته سلګونه مینه وال راغلي وه او لکه د خپل ملي لوبډلې په څېر یې خپل لوبډلې او لوبغاړي تشویقول.
دغه سیالیو کې پوره ۱۸۰ تنه باتجربه او ځوان لوبغاړي لوبیږي، یاد لوبغاړي دداسي لوبو په لاره اچول نیک کار بولي چې په وینا یې د تجربو په ترلاسه کولو او د خپلو وړتیاوو په ښکاره کولو کې ورسره مرسته کوي.
.بُست اتلان لوبډلې خپلې سیالۍ لوبډلې ته د ۲۴۲ منډو هدف ورکړی چې ددې لوبډلې لپاره بهای خان ستانکزي ۱۲۰ منډې وکړې او هلمندبارک لوبډلې لپاره عبدالباري ۴ ویکټې ترلاسه کړې.
هلمندبارک لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۱۹۰ منډې وکړې چې عزیزاحمد شهزاد پکې ۷۶ منډې وکړې، بُست اتلان لوبډلې لپاره بیا صفت الله پښتون او بهای خان ستانکزي دوې دوې ویکټې ترلاسه کړې.
بُست اتلان لوبډلې د ۵۱ منډو په توپیردغه سیالۍ وګټل.