پاکستان د اتلانو د اتلولۍ جام وګوټ
تاند- پاکستان د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلانوجام په پایلوبه کې هند ته په ویکټونو ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
پاکستان سیال ټیم ته ۳۳۹ منډې هدف ټاکلی و خو هندي لوبغاړي د بیټنګ په هماغه لومړیو شېبو کې پر له پسې وسوځېدل.
هندي لوبغاړو ټولټال ۱۵۸ منډې وکړای شوې. دا سیالي پاکستان په ۱۸۰ منډو وګټله.
د پاکستان لپاره محمد عامر تر ټولو ښه باولینګ وکړ.
Pandya د پاندیل بیټنګ
د حفیظ او عامر څرګندونې او د پاکستان له لوري د کپ ترلاسه کول
د مسابقې غوره لوبغاړی
Pakistan Trophy Lift
د مسابقې غوره برخې
پاکستان هند ته ۳۳۹ منډې هدف وټاکه
تاند- پاکستان د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلانو جام په پایلوبه کې هند ته ۳۳۹ منډې هدف وټاکه.
پچه هند وګټله خو غوره یې وبلله چې لومړی باولینګ وکړي.
پاکستان د ټولو د توقع خلاف خورا ښه بیټنګ وکړ.
د اظهر علي او فخرزمان ښه ملګرتوب د پاکستان په ننني بیټنګ کې ډېر مرستندوی و. فخرزمان ۱۱۴ او اظهر علي ۵۹ منډې وکړې.
د فخر زمان پنځوسیزه
له دوی وروسته بابر اعظم او محمد حفیظ هم ښه بیټنګ وکړ. اعظم په ۵۲ توپونو ۴۶ او حفیظ په ۳۷ توپونو ۵۷ منډې وکړې.
په څلورو سوځېدلیو پاکستاني لوبغاړو کې یوازې شعیب ملک لږې منډې وکړې. ده په ۱۶ توپونو ۱۲ منډې وکړې.
اوس به ولیدل شي چې هند د پاکستان د دې ستر هدف په وړاندې څرنګه بیټنګ کوي.
د پاکستان د بیټنګ غوره برخې
د پاکستان بیټنګ