کریستیانو رونالډ طلايي توپ وګوټ

تاند- د هسپانیا د ریال مادرید د فوټبال نامتو پرتګالي لوبغاړي کریستیانو رونالډو د اروپا غوره لوبغاړي نښه (طلايي توپ) وګوټ.

دا څلورم ځل دی چې یو دېرش کلن رونالډو طلايي توپ ګټي.

دا ځل اټکل ګېده چې یا به دی او یا هم ارجنټایني لوبغاړي میسي طلايي توپ وګټي.

له ۲۰۰۹ را په دې خوا له رونالډو او میسي پرته د اروپا طلايي توپ بل لوبغاړي نه دی ګټلی.

میسي تراوسه پوري ۵ ځلي طلايي توپ ګټلی دی.

رونالډو سږ کال په ۴۲ مسابقو کې ۳۸ ګولونه وهلي او ۱۴ نور د ده په پاس نورو وهلي دي.

غوره فوټبالر ته د طلايي توپ جایزه په ۱۹۵۶ م کال په فرانسه کې دود شوه او وروسته فیفا په رسمیت وپېژنده.

رونالډو ته د طلايي توپ جایزې په ورکولو کې د نړۍ د ۱۳۷ خبریالانو نظر پوښتل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *