د ماشوم مرتضي د میسي د لیدلو ارمان پوره شو

تاند- د نامتو فوټبالر میسي مینه وال افغان ماشوم مرتضي احمدي بالاخره له میسي سره ولیدل.

مرتضي احمدي، چې د جنورۍ په میاشت کې یې له پلاستیکي کڅوړې جوړ د میسي د لسم نمبر کمیس اغوستی و، په ټولنیزو رسنیو کې په درسته نړۍ کې مشهور شو.

ده ته وروسته د بارسلونا دغه تکړه لوبغاړي په خپل لاس لاسلیک کړی کمیس ولېږه.

Messiد قطر د ۲۰۲۲ د فوټبال د نړیوال کپ کمېټې نن /سې شنبه/ وویل چې ماشوم میسي په دوحه کې له میسي سره وکتل.

د بارسلونا ټیم په قطر کې دی چې د قطر له ال اهلي لوبډلې سره دوستانه مسابقه کوي او د لوبې په درشل کې له مرتضي سره بیا ویني.

د فوټبال کمېټې د میسي او مرتضي عکسونه په ټویټر کط خپاره کړل.

مرتضي، چې د غزني د جاغوري د هزاه مېشتې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د سږ کال په مې میاشت کې پاکستان ته لاړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *