افغان میسي پاکستان ته تښتېدلی

تاند- پنځه کلن مرتضي احمدي، چې اوس په نړۍ کې په پلاستیکي میسي مشهور شوی دی، د کورنۍ له غړیو سره د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته رسېدلی دی.

پنځه کلن احمدي لا هم هیله لري چې د فوټبال له نامتو ستوري میسي سره وویني.

مرتضي، چې د غزني د چاغوري ولسوالي اوسېدونکی دی، هغه مهال مشهور شو چې د میسي د کمیس په رنګ یې پلاستیکي ټي شرت یا کمیس اغوستی و او عکس یې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه پیمانه خپور شو. پر دغه کمیس یې، چې له شنې – سپینې رادارې پلاستیکي کڅوړې یې جوړ کړی، د میسي په شان ۱۰ شمېره لیکلې وه.

میسي، مرتضي ته خپل یو ټي شرت، چې لاسلیک یې پرې کړی و، او یو توپ لېږلي دي.(تفصیل)

د افغان میسي (مرتضي) د تره زوی ویلي چې د افغانستان د فوټبال فدرېشن وعده کړې وه چې مرتضي ته به له میسي سره د لیدو فرصت برابروي خو دا کار یې ونه کړ.

ده همداراز ویلي چې په نړیواله کچه د مرتضي له مشهورېدو وروسته په افغانستان کې ورته خطر و ځکه له کورنۍ سره پاکستان ته تللی دی.

دوی ویلي چې په افغانستان کې ممکن مرتضي د چا له لوري وتښتول شي.

له پلاستیکي کڅوړې د میسي د کمیس جوړوونکی افغان ماشوم

One thought on “افغان میسي پاکستان ته تښتېدلی

  1. اوس هم که کوم څوک پدی شیانو بازی خوری، نو یوازی ځان ته بازی ورکوی، دۍ بیچاره په څه خبردۍ؟ خبره یی د مربیانو ده لکه کبرا خادمی غوندی چی دلته په کور د ننه یی ځانله (خپلومستوراتوته یی اوسپنیزه زغره ور واغوستله چی د لنډه غرواوکوڅه ډبیو دګوتو او لاسونو څخه په امن وی) د اړوپوزه جوړه کړه او بیا چی پاریس ته ورسیده نو هرڅه یی هلته لوڅ کړل.نوموړۍ هم له پلاستیکی کڅوړی را شروع کړه، اوس یی دوښمنان هم پیدا کړل سبا بله روځ به اروپا ته ورسیږی ځکه چی ژوند یی په خطر کی دۍ.دغه لوبی اوس یوازی دهمدوی لخوا جوړیږی اوخپله ځانله لاسوندونه برابروی ،ښه خبره ده زه به هم ووایم چی ژوند ته یی خطره ده او هغه هم دطالبانو او پښتنو له لاسه،ځکه چی ډیرمهم شویدۍ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *