رونالډ د غبرګو ماشومانو پلار شو

تاند- د فوټبال د نامتو ستوري کرستیانو رونالډو د غبرګولو ماشومانو پلار شو.

پر رونالډو د غبرګولو زېری په مسکو کې د کنفدرېشن کپ په پایلوبه کې د پرتګال له ماتې وروسته وشو.

چیلي د رونالډو لوبډلې (پرتګال) ته د پینالټي په شوت ماتې ورکړه.

رونالډو د خپل ټیم له ماتې څو ساعته وروسته په خپله فیسبوکپاڼه کې ولیکل«خوشاله یم چې بالاخره خپلو ماشومانو ته راغلم.»

۳۲ کلن رونالډو، چې د هسپانیا د ریل مادرید کلب تکړه لوبغاړی هم دی، وايي چې د ماشومانو له پلار کېدو سره سره یې لا هم روح او جسم د پرتګال له ملي لوبډلې سره وو خو په دې خوابدی دی چې ملي ټیم یې خپل اصلي هدف ته چې اتلولي وه، ونه رسېد.

رونالډو په خپله هم په جون میاشت کې زېږېدلی او مخکینی اولاد یې، چې اوس ۱۷۶ کلن زلمی دی، هم په جون کې زېږېدلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *