لوبې د ماشومانو روح پياوړى كوي/ همايون هيواد

دا خبره ډېره مشهوره ده چې د نورو زده كړو په څېر د سپورټ د زده كړې لپاره هم د عمر حد نه دى ټاكل شوى، يعنې سړى كولى شي چې له ماشومتوبه ان تر هغو پورې چې په زړه كې يې د دې دواړو كارونو د كولو زور وي ويې كړي .

تعليم پرخپل ځاى مهم دى، خو دلته د يوه بل كار يعنې سپورټ په هكله چې ماشوم ته يې ګټه رسيږي او زموږ ټولنه ورته پام نه كوي، غواړو خبرې وكړو.

په وروستيو څيړنو كې ويل شوي دي چې ماشوم ته بايد له اته كلنۍ نه  وروسته دا زمينه برابره شي چې سپورټ وكړي. پر ماشومانو د سپورټ كول د دې تر څنګ چې د هغوى په روغتيايي او اروايي حالت ښه اغيزې لري، له هغوى سره مرسته كوي چې پر خپل ځان باور پيدا كړي.

په افغانستان كې چې د ماشومانو لپاره د لوبو ځايونه او پاركونه نشته، نو كورنۍ بايد خپلو ماشومانو ته دا زمينه برابره كړي چې دوى لوبې وكړي. البته په كليوالي سيمو كې ماشومان اكثره وخت له كوره د باندې لوبې كوي، هلته د لوبو لپاره ميدانونه او پټي ډير شته، خو په ښارونو كې له يوې خوا داسې ځايونه نه شته او له بلې خوا، په ښارونو كې د موټرو ګڼه ګوڼه  ماشومان دې ته نه پريږدي چې له كوره بهر لوبې وكړي. له همدې امله  په كار ده چې ماشومانو ته د كور په انګړ كې د لوبو زمينه برابره شي.

سپورټ پوهان وايي، هغه ماشومان چې عمرونه يې له اتو نه تر لسو كلو پورې وي  په اسانۍ سره كولى شي چې په ډله ييزو لوبو كې ګډون وكړي، لكه په ښوونځيو او يا وړكتونونو كې چې كومې لوبې كيږي.

كله چې يو ماشوم دولس كلنۍ ته ورسيږي، هغه بيا د يوې خاصې لوبې مينه وال كيږي او كولى شي چې په دې لوبه كې ډير پرمختګ وكړي. ماشومان او نوي ځوانان له لوبو او مقابلې څخه خوند اخلي او لوبې دوى دې ته هڅوي چې نوي مهارتونه زده كړي.

ځينې كسان خپل ماشومان ځكه لوبو ته نه پريږدي چې وايي بيا له درس او تعليم نه پاتې كيږي. ماهرين وايي دا خبره سمه نه ده، ځكه لوبې د ماشوم ذهن دې ته چمتو كوي، چې ښه درس ووايي.

خپله مې د نړۍ د ډيرو تكړه لوبغاړو د ژوند كيسې اورېدلي او لوستي دي، دوى وايي چې په درس ويلو كې ډېر تكړه نه وو، خو له لوبو سره يې مينه وه او كورنيو يې ورته د لوبو كولو زمينه برابره كړې وه، چې وروسته بيا په درسونو كې همدغو ناتكړه ماشومانو په نړۍ كې په مليونونو مينه وال پيدا كړي دي.

شايد يو سبب يې دا وي چې هر ماشوم په يوه ځانګړې برخه كې استعداد لري، كه ماشومان مو په درسونو كې تكړه نه وي، نو مه پرې غوسه كيږئ، بلكې كوښښ ورسره وكړئ، ځكه چې ماشومان د خپلو مهارتو د زياتولو لپاره د خپلو كورنيو مرستې او ډاډ  ته ډېره اړتيا لري.

د سپورټ يوه بله ګټه دا ده، چې ماشوم منظم كوي. يوازې اوسني پوهان نه دي چې ماشومانو ته لوبې ګټورې بولي، بلكې پخوانيو عالمانو هم لوبې د ماشومانو لپاره ضروري ګڼلې دي. ارسطو  ماشومانو ته لوبې ښه ګڼلې، خو د دې ترڅنګ يې ويلي دي چې پر ماشومانو بايد سختې لوبې چې د هغوى له وسه پوره نه وي ونه شي.

له دې ښيګڼو سره سره سره هم زموږ په ټولنه كې ځينې كسان دا هڅه كوي چې خپل او د نورو ماشومان له لوبو راوګرځوي او له ماشومانو څخه يې دا تمه وي چې هغوى هم د لويانو غوندې ژوند وكړي. دوى خپل دې عمل ته تربيه وايي، كه كوم ماشوم په لوبو وويني بيا وايي چې بې ادبه دى.

برعكس، كه يو ماشوم غلى كېني او لوبې ونه كړي ورته وايي چې ډير با ادبه هلك دى، خو ارواپوهان دغه كار ناسم  ګڼي او وايي چې ماشوم بايد لوبې وكړي. كه چېرته ماشوم لوبې ونه كړي، دغه كار په ماشوم كې روحي او جسمي ستونزې پيدا كولى شي.

مور او پلار بايد ماشومان لوبو ته پريږدي او د لوبو كولو لپاره ورته ځانګړى وخت او ځاى وټاكي او كله چې دوى هم بې كاره وو، بايد له خپلو ماشومانو سره لوبې وكړي او دغه كار له مور او پلار سره د ماشوم مينه زياتوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *